د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

پاکستان د پولیو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی


په پاکستان کې د عامې روغتیا د وزارت او یو شمېر نورو کورنیو او نړیوالو روغتیایي ادارو د هلوځلو سره سره، بیا هم په دې هېواد کې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

د نور پاکستان په شان په خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې هم دې ناروغۍ د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پرضد د مبارزې اداره د دې اصلي علت په قبائلي سیمو کې د نا امنیو ترڅنګ په ښاري او قبائلي دواړو سیمو کې د کورنیو لاپرواهي ښيي.

د دې ادارې مشر ډاکتر جانباز اپریدي په پيښور پریس کلب کې د پولیو د واکسين د نوي پړاو د پيل په غونډه کې وویل، په دې برخه کې د دوي هڅو مثبته نتیجه ورکړې او هیله ده، چې والدین دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د خپلو اولادونو راتلونکې په پام کې نیولو سره د پولیو واکسین له ګرځنده ټیمونو سره بشپړه مرسته وکړي:

"په خیبر اجنسۍ په ځانګړې توګه په باړه کې ستونزې ډیرې دي، دغلته په ۲۰۱۰ میلادي میلادي کال کې ۳۵ مثبتې پيښې ثبت شوې، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په خیبر اجنسۍ کې ۲۵ مثبتې پيښې ثبت شوي. همدا سږکال په شمالي وزیرستان کې تر اوسه دوه مثبتې پيښې ثبت شوې."

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د ښاري سیمو په نسبت په قبائلي سیمو کې د پولیو د مثبتو پيښو شمیر خورا زیات دی.

د پاکستان د مشرانو جرګې غړې میرمن فرحت عباس دې غونډې ته په خپله وینا کې پر میندو غږ وکړ، چې د هغو کسانو له ژونده دې عبرت واخلي، چې د پولیو د څو څاڅکیو نه رسیدو له امله د تل لپاره معیوب او نیمګړي شوي.

هغې په دې لړ کې د رسنیو کردار هم خورا مهم وباله او د مطبوعاتو له مسوولینو او ټولو ژورنالیستانو يې وغوښتل، څو په پوره اخلاص د خلکو په آګاهۍ کې له دې ادارې سره مرسته وکړي.

د پيښور پریس کلب مشر سیف الاسلام سیفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ولسي او د خیر ښيګڼې په چارو کې د مطبوعاتو کارونه نیمګړي وبلل او نیوکه يې وکړه، چې له چاپي نیولې تر راډيو او تلويزیوني رسنیو پورې هر یو باید خپله ملامتیا ومني او له دې وروسته په پوره صداقت د خلکو د ستونزو په حل کې لاس په کار شي :

"مطبوعات له بیلابیلو سیمو نه د پولیو د نویو مثبتو پيښو خبر ورکوي خو کله يې هم ددې ناروغۍ پر لاملونو او د هغې په له منځه کې نه خو فکر کړی او نه يې اساسي ګامونه پورته کړي.

د بیلګې په توګه موږ وايو، چې په قبائلي سیمو کې ددې ناروغۍ د لا خوریدا اصلي علت ترهګري ده، خو په حقیقت ددې ترڅنګ ځينې نور وجوهات هم شته، لکه د کورنیو لا پرواهي، پر عملې د خلکو بې باوري او داسې نور،نو رسنیو ته پکار دي، چې په دې برخه کې صادقانونه هلې ځلې وکړي
."

پاکستان تر افغانستان او نایجریا وروسته په نړۍ کې درېیم هیواد دی، چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې پاتې راغلي.

د پولیو پرضد د مبارزې د صوبایي ادارې د معلوماتو له مخې په روان کال کې په خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې څلور مثتبې پيښې ثبت شوي، خو ازادې سرچینې بیا اصلي شمیر اووه ښيي.

د پوليو واکسین په دې دوره کې، چې ټاکل شوې د مارچ له دولسمې تر څوارلسمې پورې به د درېيو ورځو لپاره په ټول پاکستان کې جاري وي یواځې په خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې تر پنځو کالو کم، څه باندې ۳۷ لکه ماشومان واکسین شي.
XS
SM
MD
LG