د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد د لویدیځ پرضد د نوېو تندو څرګندونو په ترڅ کې وویل، چې هېواد یې له دې ویره نه لري چې ګواکې د خپل اټومي پروګرام له امله به لویدیځ پرې پوځي حمله وکړي.
احمدي نژاد دا څرګندونې په داسې حال کوي چې ټاکل شوې نوموړی د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې راڅرګند او د ایران د اقتصادي پالیسیو په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
پر نوموړي د ۲۰۱۰ کال ترپایه پورې د هغو اصلاحاتو د عملي کیدو په خاطر سخت انتقادونه شوي، چې په ترڅ کې یې د خوراکي موادو او انرژۍ په برخه کې دولتي مرستې یا سبسیدي لیرې شوې ده.
لویدیځ پر ایران د سختو بندیزونو په لګولو سره هڅه کوي، چې دا هېواد خپل اټومي فعالیتونو د نړېوالې څارنې پر مخ پرانیزي.
لویدیځ شک کوي، چې تهران په پټه د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي خو ایران دغه تورونه ردوي اوله دې ډډه کوي چې نړېوالو څارونکو ته له مشکوکو ځایونو څخه د لیدو اجازه ورکړي.