د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

ولسمشر اوباما د ملکي افغانانو پر وژنې ژور خفګان څرګند کړ


امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه د دفاع وزیر لیون پانیتا تیره شپه افغان ولسمشرحامد کرزي ته ټیلیفون وکړ او د رامنځ ته شوې پیښې په اړه یې د ژوره خواشیني څرګنده کړه
امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه د دفاع وزیر لیون پانیتا تیره شپه افغان ولسمشرحامد کرزي ته ټیلیفون وکړ او د رامنځ ته شوې پیښې په اړه یې د ژوره خواشیني څرګنده کړه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره شپه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ټیلیفون وکړ او د یوه امریکایي عسکر له لورې د شپاړلسو ملکي افغانانو پر وژنې یې خپل ژور خفګان څرګند کړ.

سپینې ماڼۍ وویل، چې اوباما د افغانستان خلکو ته د خواخوږي مراتب وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې متحده ایالات به د دغې پیښې د حقایقو د روښانولو لپاره چټکه څیړنه ترسره او عاملینو ته به یې سزا ورکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د امریکايي سرتېري له لوري د ملکي وګړو وژنه په کلکه غندلې، هغه یې یو عمدي عمل بللی او له متحده ایالاتو څخه یي د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دغه امریکایي عسکر چې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له خپلې اډې بهر د خلکو کورونو ته ورغلی و، د ډزو په نتیجه کې یې د نهو ماشومانو او دریو ښځو په شمول شپاړلس کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

اوباما له ولسمشر کرزي سره له ټیلیفوني خبرو دمخه په یوې اعلامیې کې پردې پیښې د ژورخفګان څرګندولو ترڅنګ ویلي و، چې دا د امریکا د پوځ د اصلي ماهیت او هغه احترام ښکارندويي نه کوي چې د امریکا متحد ایالتونه یې افغانستان ته لري.

اوباما وویل، دی له هغو کورنیو سره، چې عزیزان یې وژل شوي او همدا راز د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګندوي چې ډېر تشدد، تلفات او زیانونه یې لیدلي دي.

په دغې اعلامیې کې اوباما د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پېښه ناورین بللی او ویلي یې دي چې دا یوه تراژیکه او بوږنوونکې پېښه وه.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لیون پانیتا هم پرون له پېښې وروسته افغان ولسمشر ته ټېلیفون وکړ او هغه ته یې ډاډ ورکړچې بشپړ تحقیقات پیل شوي دي.

پانیتا په یوي اعلامیه کې ویلي، چې مشکوک کس نیول شوی او ده ولسمشر کرزي ته اطمینان ورکړ، چې هغه کسان به د عدالت منګولو ته وسپارل شي چې په دې قضیه کې لاس لري.

پانیتا وایي، ده کرزی ته ویلی چې د امریکا خلک د دی پیښې پرسرراپورته شوی غوصه کې له ده او د افغانستان له خلکو سره ځان شریک بولي.

هغه وویل دا پیښه د امریکا د پوځ د هغو ژمنو ښکارندویي نه کوي چې د افغانستان د خلکو د ساتنې او د یوه باثباته او قويی افغانستان د جوړولو په برخه کې یې کړي دي.

د ناتو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کندهار پرپیښې ژوره خواشینيی څرګنده کړې او له هغو کورنیو سره چې عزیزان یې وژل شوي او همداراز د افغانستان له دولت او د دې هیواد له خلکو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ناتو عمومي منشي د دغې پیښې په اړه د هغې څیړنې بشپړملاتړ کړی چې په دې هیواد کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د عمومي قومندان جان الن له خوا پیل شوې ده.

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر یوناما هم دغه پیښه غندلې ده.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې دوی د کندهارد تراژیکې پیښې له امله چې پکې د ښځو اوماشومانو په ګډون ملکیان وژل شوي، ډيرخوابدي شوي دي.

یوناما ویلي، هیله مند دي چې په دې اړه چټکه څیړنه وشي څو حقایق یې خلکوته څرګند او عاملین یې عدالت ته راوکاږل شي.
XS
SM
MD
LG