د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د کندهارد پیښې په اړه به جدي څیړنې وشي


په کابل کې د امریکا سفارت او د ایساف ځواکونو د کندهار په پیښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي، چې د هغې عاملین به له پیژندګلوۍ وروسته محاکمه شي.

په دې پیښه کې، چې تیره شپه ناوخته رامنځ ته شوه یو امریکایي سرتیري، چې اوس مهال د بهرنیو ځواکونو له خوا توقیف شوې د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې په یو شمیر عامو خلکو ډزې کړي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن ازادۍ راډیو ته په خپلو کې خبرو کې دا یوه ناوړې پیښه توصیف کړه، چې پکې یو شمیر بې ګناه خلک وژل شوي:

"هغه څه، چې موږ یي اوس تاییدولې شو دا دي، چې نن سهار موږ دا رپورټونه تر لاسه کړل، چې یو امریکایي سرتیري د پنجوایي په سیمه کې خپل مرکز څخه وتلې او په یو کلي کې يي یو شمیر بې ګناه خلک ویشتلي دي.

موږ په دې پیښه کې د وژل شوېو او ټپي شوېو کسانو د شمېر په اړه تایید شوي رپورټونه نه لرو، خو ټپیان د بهرنیو ځواکونو روغتیایي مرکز ته وړل شوي او اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

دا یوه ډیره خواشینوونکې پیښه ده، هغه سرتیري، چې دا کار یی کړې مرکز ته راستون شوې او ځان یی امریکایی ځواکونو ته سپارلې دې او اوس مهال په توقیف کې دې."


دا حمله پداسې وخت کې شوې، چې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان الن په خپلې دندې حاضر ندی، خو دده مرستیال جنرال ایډرین براډشاو دا ډاډ ورکړې، چې دوی به هڅه وکړي، حقایق څرګند او هغه کسان ونیسي، چې ددې پیښې لپاره مسؤل دي.

خو د ایساف د ګډو ځواکونو د قومندانۍ یو بل ویاند جسټن براک اف ازادۍ راډیو ته وویل، چې که څه هم ځینې رپورټونه ښیۍ، چې پدې پیښه کې یو شمیر کسان وژل شوي، خو دوی لا نشي تاییدولې:

"مونږ دا رپورټونه هم ترلاسه کړي، چې پدې پیشه کې یو شمیر افغانان وژل شوي هم دي، خو مونږ په خپلواکه توګه داسې رپورټونه نلرو، چې دا تایید کړي.

دا روښانه نده او نه هم دا ویلې شو، چې دغه سرتیري په کومه انګیزه دا کار کړې دې."


د امریکا سفارت او ایساف ځواکونو دا تحقیقات پداسې حال کې پیل کړي، چې د کندهار ځایی چارواکو هم سیمې ته خپل پلاوې استولې، څو پدې اړه موجود حقایق معلوم کړي.

د امریکا د سفارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې دا پیښه غندل شوې او افغانانو ته ډاډ ورکړل شوې، چې پدې حمله کې ښکیل کس یا کسان به له پیژندګلوۍ وروسته عدالت ته راښکلې شي.

په افغانستان کې که څه هم د بهرنیو ځواکونو لخوا په بیلابیلو موقع د عامو افغانانو د وژنې زیاتې پیښې لیدلې شوي، خو په تیرو لسو کلونو کې دا په خپل نوعیت کې لومړنۍ پیښه ده.

له بل لوري افغان حکومت، چې تر دې مخکې یی د بهرنیو ځواکونو لخوا د عامو افغانانو د وژلو پیښې په کلکه غندلي تراوسه پورې پدې پیښه کوم غبرګون ندې څرګند کړې.
XS
SM
MD
LG