د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ډاکتر زلمی رسول به په یوه رسمي سفر سعودي ته ولاړ شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، سعودي عربستان ته د زلمي رسول د سفر لوی هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پياوړي کول دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې زلمی رسول به په خپل دې سفر کې له خپل سعودي سیال او د سعودي عربستان له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وویني.

ښاغلی موسی زي وویل، کیدای شي دواړه لوري د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړي:

(ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر ولري، نوموړی به هلته د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

البته په دغو خبرو کې به د افغانستان د سولې مسله هم مطرح شي.)

د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي چې افغان حکومت له دې وړاندې له سعودي عربستان څخه غوښتي وو، چې د دوي او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په برخه کې منځګړیتوب وکړي.

خو دا چې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول به په خپل دې سفر کې د سعودي له چارواکو څخه د افغانستان د سولې د بهیر په اړه څه غوښتنه کوي او که نه چارواکو یې په اړه څه ونه ویل.

خو د سولې د خبرو اترو په اړه دامهال ټولې سترګې د قطرهیواد ته دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي په خپل دغه خبري کانفرانس کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د بهرنیو چارو وزیر قطر ته هم رسمي سفر ولري.

موسي زي وویل د مارچ میاشتې په شپږویشتمه نیټه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه غونډه جوړیږي چې د قطرصدر اعظم به هم په کې ګډون وکړي:

(قطر ته د بهرنیو چارو د وزیر له سفر څخه مخکې ټآکل شوې د قطر صدراعظم او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د تاجکستان په پنځمه اقتصادي غونډه کې سره وویني.

د دې غونډې په تعقیب به په نږدې راتلونکې کې د بهرنیو چارو وزیر دوهې ته هم سفر وکړي.)

وروسته له دې چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو خبره مطرح شوې دا لومړی ځل دې چې افغان چارواکي دې هیواد ته سفر کوي.

داچې زلمی رسول به په خپل دې سفر کې له قطري چارواکو سره د طالبانو د دفتر د پرانستو په اړه خبرې وکړي او که نه دابه هماغه وخت روښانه شي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG