د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۳

اتم د مارچ او د ولسمشر کرزي څرګندونې


اتم د مارچ او د ولسمشر کرزي څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

په افغانستان کې د ښځو په اړه د عالمانو شورا د مصوبې په اړه د پراخو غبرګونونو په لړ کې ولسمشر کرزي یو ځلي بیا له دې مصوبې ملاتړ وکړ. ښاغلي کرزي، چې د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې دا مصوبه د ځینو لویدیځو رسنیو له خوا ناسم منعکس شوې. ښاغلي کرزي وویل، چي دوي د اساسي قانون له مخې، چې د هېواد د عالمانو او مشرانو له خوا ترتیب شوې د ښځو حقوقو او ازادیو ته پابند دي: “هغه د لویدیځو رسنیو له خوا یو ډول وښوول شوه، چې ګواکې زموږ دیني عالمان د ښځو د حقونو پر ضد څه وايي، داسې نه ده، همدغه علما وه، چې زموږ د هېواد اساسي قانون یې راسره جوړ کړی، هغوي د دې هېواد مشران دي او دا په دې مانا نه وه. په افغانستان کې د ښځو ازادۍ، حقونه او پرمختګ زموږ د همدې ټولنې له خوا خوندي او منل شوي.” د عالمانو شورا د مصوبې په یوه برخه کې راغلي، چې، ښځې دې په بېلابېلو ځایونو لکه دفترونو او نورو ټولنیزو ځایونو کې له پردیو نارینو سره له خبرو او اړیکو ډډه وکړي او بېله شرعي محرم څخه دي سفر نه کوي. دغه مصوبه د بشر د حقونو د بنسټونو او مدني ټولنو له غبرګونونو سره مخ شوه، د دوي په خبره، چې د عالمانو شورا دا پرېکړه د هېواد د قوانیونو پر خلاف ده او په یو ډول د ښځو د حقونو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG