د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

پکتیا:د سولې له روان بهير سره دې مرسته وشي


د پکتيا ولايت د سولې عالي شورا ولايتي کمېټې په دغه سيمه کې د فعالو مدني ټولنو له استازو، ځوانانو او خبريالانو سره په يوه ګډه غونډه کې غوښتنه وکړه، چې د سولې له روان بهير سره مرسته وکړي.

همدا ډول د يادې شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي خالقداد دا وړانديز وکړ، چې مدني ټولنې، ځوانان او خبريالان دې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې په اړه خواله وکړي، خو زياتوي چې که دا ډول هڅې کېږي بايد د سولې د عالي شورا ولايتي کمېټه يې په اړه خبره کړل شي.

په دغه غونډه کې د برخه والو له خوا يو پينځه ماده اييز پرېکړه ليک هم تصويب شو او د پرېکړه ليک په يو ماده کې راغلي چې: که کوم مدني بنسټ يا اشخاص، وغواړي چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د مفاهمې هڅه وکړي، نو بايد د افغان امنيتي ارګانونو او بهرنيانو له خوا له خنډونو سره مخ نشي.

دغه غونډه، چې د پکتيا ولايت د مدني ټولنو غړي، ځوانان او ځايي خبريالان وربلل شوي و، پر دغه موضع راوڅرخېده، چې د سولې د پروسې د لا موثريت لپاره دې د سيمې ځوانان هڅه وکړي چې، د خپل ټولنيز موقف په مرسته دې په خپلو سيمو کې د سولې د اړتيا په اړه له خلکو او د دولت له وسله والو مخالفانو سره مخامخ خبرې وکړي.

په پکتيا کې د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي خالقداد حقاني د غونډې برخه والو ته په خپله وينا کې لومړي د دغې پروسې پر څرنګوالي وغږېد او له هغه وروسته يې له مدني ټولنو وغوښتل چې د دغې پروسې په اړه ورسره مشورې شريکې کړي، خو له خبريالانو يې بيا مشخصه غوښتنه دا وه چې، د خپلې مسلکي خپلواکۍ سره – سره دې خلکو ته د سولې فکر ولېږدوي.

د دې تر څنګ په غونډه کې پر دې خبرو هم ټينګار وشو چې مدني ټولنې به د جنګ د ښکېلو غاړو تر منځ د سولې او خبرو اترو د پروسې د موثريت لپاره د خپل ټولنيز موقف څخه په ګټه اخيستنې، پر دې موضوع کار وکړي چې تر ټولو لومړی هدف بايد د يو سوله اييز چاپېريال د رامنځته کول وي.

د غونډې يو تن ګډونوال او د پکتيا دمدني ټولنو د ګډې جرګې مشر حبيب الله مستعان په خپلو خبرو کې وويل چې د سوله اييز چاپېريال په رامنځته کېدو کې تر ټولو زيات مسووليت مدني او فرهنګي بنسټونو ته متوجه کېږي،هغه زياته کړه:

"د سولې په پروسې کې به د خپل صلاحيت او ټولنيز موقف له مخې خپلې هڅې ونه سپموي، مو له سولې شورا سره يوه او سوله مو مشترک ارمان دی"

بل خوا بيا د همدې ولايت د ژورناليستانو د خپلواکي ټولنې مشر نيازالله اصيل د سولې د عالي شورا د غوښتنو په ځواب کې وويل، تر هغې چې د ژورنالېزم اصول او اخلاق دوي ته اجازه ورکوي، هڅه به وکړي چې د سولې د خبرو اترو په اړه د کره معلوماتو او پرمختګونو راپورونه ورکړي.

په پکتيا کې د سولې عالي شورا ولايتي کمېټه، په داسې حال کې له مدني ټولنو، ځوانانو او خبريالانو سره د سولې د موضوع په اړه غونډه کوي چې پر دې شورا دا نيوکه کېږي چې تر دې مهاله يې د سولې په پروسه کې د ځوانانو ونډې ته خاصه پاملرنه نده کړې.

راپور – لمر نيازی
XS
SM
MD
LG