د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د پښتونخوا ګوند د محصلينو سازمان مياشتنى تعليمي بهير تر سره کړ


په کوټه کې د پښتنو محصلينو سازمان د فبرورۍ له لسمې نېټې د دې ايالت په پښتني سيمو کې يو مياشتنى تعليمي کمپاين تر سره کړ.

د يکشنبې په ورځ د دې کمپاين په وروستۍ ولسي غونډه کې زرګونو ماشومانو ګډون کړى او له حکومته يې غوښتي چې تعليم ته دي توجه وکړي او دوي ته دي په مورنيو ژبو هم زدکړې ورکړي:

"په هر کلي کې ښوونځى، هر بچى په ښوونځي کې، هر استاد په ټولګي کې" تر دغو شعارونو لاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکېو سازمان د کوټې په شمول په زیاترو پښتني سيمو کې د لاريونونو او غونډو په وسيله مياشتنى کمپاين تر سره کړ او د يکشنبې په ورځ يې د کوټې پر باچاخان چوک باندې وروستۍ ولسي غونډه وکړه چې زرګونه ماشومانو پکې ګډون کړى وو.

غونډې ته د سازمان د مشرانو تر څنګ ماشومو زده کوونکېو هم ويناوې وکړې، يوې ماشومې ولسمينې بړېڅې له حکومته وغوښتل چې په هر کلي کې ښوونځى جوړ کړي:

"نن په جنوبي پښتونخوا کې اويا فيصد لومړي ښوونځي، پينځوس فيصده منځني ښوونځي او ليسې تړلې دي، زما استادان چې هره مياشت زرګونه تنخاوې اخلي ښوونځيو ته نه راځي، په کليو کې ښوونځي د ملکانو او خانانو په مېلمستونونو بدل شوي دي چې له امله يې زده کوونکې له زدکړو بې برخې دي، حکومت دي په هر کلي کې ښوونځى جوړ کړي"

دغه مياشتنى تعليمي بهير چې هره ورځ به يې په بېلابېلو سيمو کې لاريونونه کول، دې ته ورته تر لويانو ډېر ماشومانو پکې ګډون کاوه. دوى هغو کورنيو ته د سواد د ګټو او اړتيا په اړه پوهاوى ورکاوه چې په اولادونو خصوصاً په خپلو لوڼو تعليمي کول يې کږلي وو. يوې بلې ماشومې په خپله وينا کې پر حکومت او کورنيو باندې د نجونو پر زدکړو ټينګار وکړ:

"په پښتنو کې د نجونو تعليم ډېر کم دى، زه غواړم چې دوى خپلو لوڼو ته تعليم ورکړي چې سبا دوى خپل اولادونه سم و روزي، حکومت بايد تړلي ښوونځي خلاس او فعاله کړي او په هر ښار او هره سيمه کې دي د پښتنو نجونو لپاره ښوونځي پرانيزي"

په غونډه کې له حکومته وغوښتل چې هغو ماشومانو ته هم بايد د زدکړو زمينه برابره کړي چې پر ډېرانونو ګرځي کاغذونه ټولوي او يا د اقتصادي ستونځو له امله درانه کارونه کوي. د پښتونخوا ګوند د زده کوونکېو د سازمان يوه مشر عبدالمالک اڅکزي وويل حکومت په لوى لاس د دې ايالت په پښتني سيمو کې تعليم ته جدي توجه نه کوي:
په دې غونډه کې تعليم ته د ودې ورکولو تر څنګ دا غوښتنه هم وشوه چې په دې ايالت کې بايد د ټولو قومونو ماشومانو ته په خپلو مورنيو ژبو زدکړې ورکړي
په دې غونډه کې تعليم ته د ودې ورکولو تر څنګ دا غوښتنه هم وشوه چې په دې ايالت کې بايد د ټولو قومونو ماشومانو ته په خپلو مورنيو ژبو زدکړې ورکړي

"زموږ پر تعليم او ژبه باندې سمه دمه حمله شوې ده، د ملګرو ملتونو له منشور سره سم هر مملکت مکلف دى چې د خپل هېواد هر بچې ته زدکړې ورکړي، دلته د سرکار د غفلت له امله زموږ زرګونه تعليمي ادارې تړلې دي او لکونو ماشومان مو د زدکړو له بسټيزو اسانتياوو بې برخې دي"

په دې غونډه کې تعليم ته د ودې ورکولو تر څنګ دا غوښتنه هم وشوه چې په دې ايالت کې بايد د ټولو قومونو ماشومانو ته په خپلو مورنيو ژبو زدکړې ورکړي. پښتنو ماشومانو غوښتنه کوله چې د اردو او انګرېزي تر څنګ دي په ښوونځيو کې خپله پښتو ژبه هم ور وښوول شي:

"زه سباوون خان يم، موږ ته دي په ښوونځي کې د نورو مضمونو تر څنګ پښتو هم را وښوول شي. زه لطيف يم، موږ ته دي يواځې اردو او انګرېزي نه را ښيي، پښتو دي هم را و ښيي"

د زده کوونکېو د سازمان مشر کبير افغان وايي له دې يو مياشتني تعليمي بهير څخه يې ډېرې مثبتې نتيجې تر لاسه کړي، وايي په کليوالو سيمو کې د ماشومانو مور و پلار د دوى هرکلى وکړ او په خپلو اولادونو نجونو او هلکانو يې د زدکړو ژمنې ورسره وکړې:

"موږ ټولې سيمې وکتلې او نتيجه يې دا شوه چې ولس ډېر مثبت غبرګون ښکاره کړ، دوى دا خبره محسوسه کړه چې بچېان مو بايد ښوونځيو ته لاړ شي او زدکړې وکړي، د بلوچستان د تعليم وزارت او ايالتي حکومت له خوا هم داسې غبرګون را روان دى چې دې تعليمي کمپاين ورباندې ژور اغېز کړى دى"

په پاکستان کې ځينې ګوندونه خپل شخصي ښوونځي هم لري، عوامي نېشنل ګوند هم يو له دغو ګوندونو څخه دى چې په خيبرپښتونخوا ايالت کې يې د باچا د تعليمي فاونډېشن په نامه تعليمي ادارې پرانيستې دي او ماشومانو ته پکې پښتو ژبه هم ور ښيي، د پښتونخوا ګوند له ايالتي مشر عثمان خان کاکړه مي وپوښتل آيا دوى ولې دلته شخصي ښوونځي نه پرانيزي:

"موږ دم ګړۍ دا توان نه لرو چې شخصي ښوونځي جوړ کړو او ماشومانو ته پکې پښتو ور وښيو، خو ولس ته دا باور ورکوو چې که دلته زموږ حکومت راشي نو ضرور به په دې ايالت کې د پښتو تر څنګ نورې مورنۍ ژبې هم د تعليم ژبې کړو"

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د نورو ايالتونو په پرتله په بلوچستان ايالت کې د تعليم کچه ډېر ټيټه ده، په تېره بيا په اکثرو کليوالو بلوڅي او پښتني سيمو کې لا هم ګڼ شمېر ماشومان يا خو د زدکړو اسانتياوې نه لري او يا هم کورنۍ د عصري زدکړو په ضد د ځينو تبليغاتو له امله په خپلو اولادونو ديني زدکړې کوي خو ښوونځي ته لېږل يې اخلاقي او ديني تاوان ګڼي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG