د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

"د دیني عالمانو مصوبه د ښځو د حقوقو پر ضد نه ده"


په افغانستان کې د ښځو په اړه د عالمانو شورا د مصوبې په اړه د پراخو غبرګونونو په لړ کې ولسمشر کرزي یو ځلي بیا له دې مصوبې ملاتړ وکړ.

ښاغلي کرزي، چې د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې دا مصوبه د ځینو لویدیځو رسنیو له خوا ناسم منعکس شوې.

ښاغلي کرزي وویل، چي دوي د اساسي قانون له مخې، چې د هېواد د عالمانو او مشرانو له خوا ترتیب شوې د ښځو حقوقو او ازادیو ته پابند دي:

“هغه د لویدیځو رسنیو له خوا یو ډول وښوول شوه، چې ګواکې زموږ دیني عالمان د ښځو د حقونو پر ضد څه وايي، داسې نه ده، همدغه علما وه، چې زموږ د هېواد اساسي قانون یې راسره جوړ کړی، هغوي د دې هېواد مشران دي او دا په دې مانا نه وه.

په افغانستان کې د ښځو ازادۍ، حقونه او پرمختګ زموږ د همدې ټولنې له خوا خوندي او منل شوي.”


د عالمانو شورا د مصوبې په یوه برخه کې راغلي، چې، ښځې دې په بېلابېلو ځایونو لکه دفترونو او نورو ټولنیزو ځایونو کې له پردیو نارینو سره له خبرو او اړیکو ډډه وکړي او بېله شرعي محرم څخه دي سفر نه کوي.

دغه مصوبه د بشر د حقونو د بنسټونو او مدني ټولنو له غبرګونونو سره مخ شوه، د دوي په خبره، چې د عالمانو شورا دا پرېکړه د هېواد د قوانیونو پر خلاف ده او په یو ډول د ښځو د حقونو مخه نیسي.

خو ولسمشر کرزی وايي، چې همدا اوس افغانستان ښځو ته د هغوي د حقونو د ورکولو له اړخه په نړۍ کې 20 مقام لري.

افغان ولسمشر ښځو او ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له 2014 کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي هېواد به د پرمختګ پر لور ولاړ شي:

“د بن په کنفرانس کې موږ او نړېوالې ټولنې پرېکړه کړې، چې له 2014 وروسته تر 2024 پورې به دوي له افغانستان سره ملګرتیا کوي.

په ډاډ سره خپل کارونه وکړﺉ، ښوونځی او درسونه ووایاست، کورونه جوړ کړﺉ، ودونه وکړﺉ، خوشحالۍ وکړﺉ او خپل ټول کارونه وکړﺉ.

موږ د خپل هېواد عمومیات برابر کړي او د خپل ښه او راڼه راتلوونکي خواته روان یو.”


ولسمشر کرزي هم دا مني، چې په افغانستان کې ښځې له ستونزو سره مخ دي، خو ده د هېواد له عالمانو او مشرانو وغوښته، چې خلک وهڅوي چې له ښځو سره زور زیاتی ونه کړي.

په تیرو لسو کلونو کي په افغانستان کي ښځو په سیاسي، ټولنیزو او نورو برخو کي پرمختګ کړی، خو لا هم له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

وهل او ټکول، په زور ودونه، د لور زیږولو په خاطر د ښځو وژل، له درس ویلو یې مخنیوی هغه لوی ستونزي دي، چي افغان ښځي ورڅخه کړیږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG