د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۰۲

"د مالیې وزارت تر اوسه ۴۴ فیصده بودیجه لګولې"


د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې د دوي ډیره پراختیایي بودیجه د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې لګول کیږي.

د مالیې وزارت په ۱۳۹۰ کال کې دیرش پراختیایي پروژې درلودې چې تر ټولو مهمې یې د ګمرکونو سمبالول، په هغو کې د وړتیاوو لوړول، د سوداګرو مالونو ته د ګدامونو جوړل او د با ارزښته اسنادو چاپول وو.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو پروژو د پلي کولو لپاره یې څه باندې څلورمیلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه درلوده:

"د مالیې وزارت په مکمله توګه څلور اعشاریه دوه میلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه سږ کال لري، د هغې له جملې نه څلورڅلویښت فیصده مصرف شوې ده، داسې پروژې شته چې د کال تر اخره تکمیلیږي او پرداختونه د کال تر پایه کیږي، زموږ توقع دا ده چې دغه فیصدي د کال تر پایه زیات تغیر ومومي."

د مالیې وزارت په ۳۰ پراختیایي پروژو کې ساختماني پروژې هم شاملې دي.

که څه هم د مالیې وزارت وایي، چې د خپلې پراختیایي بودیجې زیاته برخه یې په ګمرکونو کې د وړتیاوو په لوړولو لګولې خو کارپوهان بیا انتقاد کوي، چې تر اوسه هم په ګمرکونو کې فساد روان دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي، سره له دې چې مالیې وزارت په ګمرکونو کې د وړتیاوو د لوړیدو پروژې پلې کړي خو دغو پروژو د فساد په مخنیوي کې رول نه دی لوبولی:

"دغه وزارت د ظرفیت په لوړولو او د تخنیکي تجهیزاتو په برابرولو کې په ځانګړې توګه په ګمرکونو کې ډیر موفق نه دی، په بنادرو کې د څلورمیلیارډه ډالرو واردات د فساد له امله محاسبه شوي نه دي.

د مثال په توګه افغانستان له دوبۍ نه د دومیلیارده ډالرو په ارزښت واردات لري، چې په ګمرکونو کې دغه څلورسوه میلیونه ډالره ثبت شوي دي."


د مالیې وزارت چارواکي د خپلو پروژې له پلي کیدو څخه خوښ دي، خو وایي چې په ځینو ولایتونو کې یې کار له ستونزه سره مخ کیږي.

بیا هم د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس:

"په ځینو ولایتونو کې امنیتي ستونزې وې، مثلا په کندهار کې یو شمېر پروژې وې چې که یې کار ژر خلاص شوای وای زموږ د پراختیایي بودیجې د مصرف کچه به لوړه شوې وه.

د ځمکې ستونزه هم په ډیرو پروژو کې راپیدا کیږي، کله چې د پروژې د پلي کیدو لپاره ځمکه ځانګړې کیږی،سم له لاسه هلته ځینې نور اقدامات کیږي."


خو کارپوهان وایي که چیرې د هروزارت په کچه داسې یو منظم مدیریت رامنځ ته شي چې د پروژو د پلي کیدو څارنه وکړي نو هر وزارت کولای شي خپله پراختیایي بودیجه په کافي اندازه مصرف کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي، داسې کومه ځانګړې اداره نشته چې له وزارتونو څخه د بودیجې د مصرف په اړه پوښتنه وکړي او همدا علت دی چې وزارتونه هم بودیجه کمه مصرفوي:

"د وزارتونو په رآس کې د نظارتي کمیټې د نشتوالي له امله بودیجه کمه مصرفیږي، په هر وزارت کې باید یو مدیریت موجود وي چې د بودیجې تطبیق،څارنه او د نه اجراتو او اجراتو راپور برابر کړي، خو متاسفانه په افغانستان کې دغه کار په دې لسو کلونو کې نه دی شوی."

خو ولسي جرګه د حکومت او وزارتونو په کړنو څارونکی اورګان دی.

په ولسي جرګه کې د مالي او بودجې د کمیسیون مشر امیرخان یار ازادي راډیو ته وویل چې دوی په وار وار د وزارتونو استازي د بودیجې د نه مصرفیدو په هدف کمیسیون ته ورغوښتی او وایي چې ددوی دغو فشارونو نتیجه هم ورکړې:

"موږ نه یوازې د مالیې وزارت بکې هغه اورګانونه چې ډیره پراختیایي بودیجه مصرفوي هغوی مو کمیسیون ته غوښتي او داموضوعات موورسره شریک کړي دي، زمونږاوسنی فشار کیدای شي په راتلونکې کې دبودیجې په مصرف ډیر تاثیر ولري،زمونږ کمیسیون اوشورا یو ابتکار دا وکړ چې مالي کار تغیر شو، په اینده کې به په همدغه وخت کې بودیجه تصویب شوي وي،دتدارکاتو پروسه به یې ختمه شوې وي، د حمل په پیل کې به پیسې د قراردادي لاس ته ورځي او مونږ به کافي وخت ولرو چې پروژې سرته ورسوو."

خو په ورته وخت کې داسې انتقادونه موجود دي چې د څارونکواداروله حده زیاته څارنه ددې سبب شوې چې وزارتونه بودیجه کمه مصرف کړی.

د مالیې وزارت مرستیال مصطفی مستور په دې اړه وایي:

"د څارونکو اورګانونوله اندازې زیات ،بې مورده او له وخته مخکې کنټرول ددې لامل کیږي چې بودیجه کمه مصرف شي.

مثلا څآرنوالی او د اداري فساد په وړاندې دمبارزې اداره ،مخکې له دې چې یو جرم وشي دوی راځي او په ادارې کې پوښتنې ګرویګنې کوي، د همدې بې وخته کنټرول له امله بودیجه کمه مصرفیږي."


د بودیجې د کم مصرفیدو په اړه دغه بیلابیل دلیلونه په داسې حال کې وړاندې کیږي چې د راپورونو له مخې ډیر داسې وزارتونه شته چې په روان او تیر کال کې یې خپله پراختیایي بودیجه سمه نیمه هم نه ده لګولې.

ولسي جرګې هم په دې وروستیو کې هغه وزیران استجواب کړل چې په ۱۳۸۹ کال کې یې له څلویښتو فیصدو څخه کمه پراختیایي بودیجه لګولې وه، خو له دغه استجواب سره سره ولسي جرګه ونه توانیدله چې د بودجې د کم لګښت په اړه د اړوندو ادارو نیمګړتیاوې را برسیره کړي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG