د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۶

ستراتیژیک سند به د ملي شورا له تایید وروسته د اعتبار وړ وي


د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار
په داسې حال کې، چې افغانستان او امریکا په خپله کې د ستراتیژیک تړون لاسلیک ته نږدې شوي، د هېواد مشرانو جرګې یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، چې دا سند به د ملي شورا له تایید وروسته د اعتبار وړ وي.

مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ د خپلې عمومي غونډې د اجنډا یوه برخه د دغه تړون په اړه بحث ته ځانګړې کړې وه، چې په کې زیاتره سناتورانو د هغې په لاسلیکولو ټینګار وکړ.

خو د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د شوېو بحثونو په رڼا کې حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې د دودیزې لوی جرګې د سپارښتنو له مخې دې چلند وکړي:

“له ولسمشره او افغان چارواکو نه مو غوښتنه داده چې د دودیزې لويي جرګې غوښتنو ته په پام کې نیولو سره د ملي شورا له تصویب او تایید وروسته به انشاه الله دا ستراتیژیک تړون قابل دې اعتماد وي خو مخکې له دې نه سپارښتنه مو داده چې د ملي شورا د دوستانو چې څومره لاس رسۍ ورته لري او د عنعنوي جرګې سپارښتنې په نظر کې ونیسي او هغه تفاهم نامه لاسلیک کړي.”

افغان حکومت هم تر ډیره د دغه تړون د لاسلیک لپاره د دودیزې لوی جرګې په سپارښتنو ټینګار کوي او وایي، چې د هېواد د ملي حاکمیت په پام کې ساتلو سره به دا تړون لاسلیک کړي.

که څه هم د دغه تړون د لاسلیک لپاره د وړاندې شوېو دوو لویو شرطونو څخه یو یي، چې د بګرام زندان سپارل دي پوره شوې او د بل په سر، چې د شپې عملیاتو بندول دي خبرې روانې دي، خو سناتورانو بیا پدې اړه د حکومت په دریځ انتقاد وکړ.

داؤد حساس افغان حکومت پدې تورن کړ، چې د دودیزې لوی جرګې نور شرایط یی هیر کړي او یوازې د زندانونو او د شپې د عملیاتو شا یي نیولې.

د سناتورانو اساسي سپارښتنه دا وه، چې افغان حکومت باید هغه ټول شرایط په پام کې وساتي او پلې یی کړي، چې دودیزی لوی جرګې وړاندې کړي.

ددې ترڅنګ ځینو سناتورانو د سیمې د ځینو هیوادونو سیاستونو ته په اشارې دا ویره څرګندوله، چې د امریکا په څیر له یو غښتلي هیواد سره دداسې کوم تړون د نه موجودیت په صورت کې به د افغانستان لپاره ګرانه وي، چې له خپلو ګټو نه دفاع وکړي.

هدایت اله رهایی هم همدغو اندیښنو ته اشاره وکړه او ویویل، چې د هیواد او سیمې د موجوده شرایطو په پام کې ساتلو سره د افغانستان لپاره دا تړون ضروري دې:

"پاکستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې ندي غوښتي، چې یو غښتلې او پیاوړې افغانستان په خوا کې ولري. له دې کبله دا اړتیا ده، چې مونږ له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو او ځان له یو غښتلې هیواد سره ملګرې کړو. مونږ پدې توګه کولای شو، چې له خپلو ملي، سیاسي او پوځي ګټو نه دفاع وکړو."

د مشرانو جرګې لخوا دا سپارښتنې پداسې حال کې شوي، چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره دا تمه ښودلې کیږي، چې د د دواړو هیوادونو ترمنځ دا تړون به ډیر ژر لاسلیک شي.

افغان ولسمشر هم ویلي، چې دوی له دې سره موافقه کړې، چې د ستراتیژیکو اړیکو تړون به له دې ناستې مخکې لاسلیک کړي.

دا هغه څه دي، چې امریکا ورباندې زیات ټینګار کوي او همدا لامل دې، چې د افغان حکومت ځینو هغو شرطونو ته یی غاړه ایښې، چې خپله ځینې افغان سناتوران هم ورسره موافق ندي.
XS
SM
MD
LG