د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

پيښور:د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي لسګونه تنه ووژل


دا چاودنه د یکشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د بډې بیرې سیمې سيپن چوک ته نژدې د یوه کلي د جنازې په جومات کې وشوه.

د پيښې عیني شاهدان وايي، د یوه ځايي اوسیدونکي د میرمنې په جنازه کې د پښتونخوا د صوبايي اسامبلې یا ولایتي شورا د ویاند مرستیال خوشدل خان په ګډون په سلګونو تنو حضور درلود، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

یوه ځايي اوسیدونکي سردار خان سیرت له سیمې نه د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، چې تر چاودنې وروسته یې په لسګونو تنه په وینو کې لت پت ولیدل، نوموړی وايي د ارواښادې د کورنۍ په باب ویل کیږي، چې له چا سره يې هيڅ ډول شخصي دښمني نه لرله:

"د بډه بیرې سره نژدې یو مشهور خوړ دی، دغه خوړ سره نژدې د کلي د جنازې په جومات کې د یوې میرمنې د جنازې لمونځ اداکیده، چې ناڅاپه پکې چاودنه وشوه، تر اوسه لا موږ ته دمرګ ژوبلې کره شمیر ندی معلوم خو هره خواته په لسګونو خلک په وینو کې لت پت پراته وو.

ډیری خلک دا وايي، چې د بریدګر اصلي هدف ښايي د ایالتي اسامبلې مرستیال ویاند خوشدل خان وي، ځکه چې دې خلکو له سخت دریزو وسله والو ډلو سره هیڅ ډول ستونزه نه لرله"


امنیتي مسوولینو دا یو ځانمرګی برید بللی، چې په خبره يې په غالب ګومان د برید ګر هدف د ایالتي اسامبلې د ویاند مرستیال خوشدل خان و.

د پيښور پولیسو یوه مشر افسر الطاف ایاز د پيښې له ځایه د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، چې پخپله خوشدل خان له بریده روغ وتلی :

"لومړني شواهد ښيي، چې دا یو ځانمرګی برید و، زموږ د معلوماتو له مخې نه خو دې خلکو له سخت دریزو سره مشکلات لرل او نه هم کوم بل داسې څوک په جنازه کې موجود و، چې ځانمرګی برید دې پرې وشي.

ښکاره خبره ده، چې د برید اصلي هدف خوشدل خان و. تر اوسه چې موږ ته کوم معلومات رارسیدلي د هغې له مخې دیارل تنه وژل شوي او پينځه دیرش نور ټپيان دي"


له دې وړاندې بډه بیرې ته نژدې په ځینې سیمو کې ورته چاودنې شوي، هغه مهال سخت دریزو وسله والو د پيښې د مسوولیت منلو پر مهال ویلي وو، چې د ې خلکو ددوی پرضد وسلې راخیستي، خو د پولیسو دا افسر وايي په نننۍ پيښه کې په نښه شوي خلک له سخت دریزو سره هيڅ ستونزه نه لري او دا حمله يې په ځينې قبائلي سیمو کې د سخت دریزو وسله والو پرضد د روانو پوځي عملیاتو غبرګون بللی :

"ستونزه یواځې په بډه بیره کې نده، تاسو پوهیږئ، چې ترهګر یواځې په بډه بیره کې راته ندي ناست، امکان لري، چې په نورو سیمو کې هم داسې پيښې وشي، یعنې هرچیرته چې يې وس رسیږي دغسې حملې کوي.

دا ټول په قبائلي سیمو کې د روانو پوځي عملیاتو نتیجه ده، تاسو ته معلومه ده، چې دا مهال په اورکزو، باړه او ځينې نورو سیمو کې پوځي عملیات روان دي ځکه نو ویلی شو، چې دا چاودنه د سخت دریزو وسله والو ډلو له لوري د همدې عملیاتو پر وړاندې د غبرګون ښوولو معنی لري"


بډه بیره د پيښور جنوب ختیځ لورته پرته نیمه قبائلي سیمه ده، چې د پيښور او آدم خیلو درې ترمنځ د لويې لارې دواړې غاړو ته موقعیت لري.

په خیبر پښتونخوا په ځانګړې توګه په پيښور او شاوخوا سیمو کې پر دولتي ځواکونو او ملکي خلکو د سخت دریزو وسله والو له لوري د ځانمرګيو بریدونو او بمي چاودنو لړۍ چې له تیرو څو کلونو راهیسې پيل شوې، په دې وروستيو کې یو څه ځنډیدلې وه.

که څه هم مرکزي او ایالتي چارواکي تر ډیره د ترهګرو د ملاماتولو ادعاوې کوي، خو په دې وروستیو کې پرله پسې چاودنو د خلکو اندیښنې یوارې بیا زیاتې کړي.
XS
SM
MD
LG