د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د خیبر او اورکزو په نښتو کې ۹۴ تنه مړه او ژوبل شول


پيښور ته څیرمه دخیبر اجنسۍ په باړه کې له څو ورځنۍ کرارۍ وروسته د شنبې په ورځ یوارې بیا د دولتي ځواکونو او سخت دریزو وسله والو ترمنځ نښتې وشوې، چې په ترڅ کې د په لسګونو تنو د مرګ ژوبلې ادعا شوې.

په پيښور کې د پوځ د عامه اړيکو ددفتر يا ISPR د ویاند له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې نښتو کې نهه دیرش وسله وال مخالفین وژل شوي او نامعلوم شمير نور يې ټپيان دي.

په اعلامیه کې د یوه افسر په ګډون د درېيو دولتي سرتیرو د وژل کیدا او اوو نورو د ټپي کیدا خبر هم ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې دشنبې په ورځ ماسپښين مهال پوځي ځواکونه د باړې په عالم ګودر نومي سیمه کې پر ورځنۍ کزمه روان وو، چې د ناڅرګندو وسله والو له لوري پرې د سپکو او درنو وسله برید وشو.

یوه ځايي اوسیدنکي، چې نه يې غوښتل غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، وروسته تر هغې چې جګړې زور واخیست د پوځ کومکي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر مشکوکو وسله والو حمله وکړه ، چې د درنو وسلو غږونه تر لرې پورې اوریدل کیدل.

ځايي خبريال فاروق اپریدي له سیمې د تلیفون پرلیکه ازادي راډیو ته وویل، چې له دې نښتې سمدستي وروسته د باړې پر یوشمير کلیو باندې د درنو توپونو ګولۍ لګیدلي، چې په ترڅ کې يې اوولسو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته :

"په شلوبر سیمه کې پر څو کورونو د درنو تپونو ګولۍ لګیدلي، چې د وروستیو راپورونو له مخې څلور تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او درې نور سخت ټپيان دي.

همداشان د اکاخیلو په سیمو کې هم پر څو کورونو دغه ډول ګولۍ لګیدلي، چې زموږ د معلوماتو له مخې د ښځو، ماشومانو او سپين ږیرو په ګډون څلور تنه پکې وژل شوي او شپږنور ټپيان دي"


نوموړی وايي، تر اوسه دا نده څرګنده، چې د و لسي خلکو پر کورونو دولتي ځواکونو که سخت دریزو وسله والو بریدونه کړي، خو یوه بل ځايي خبريال، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، چې سخت دریزي وسله وال په دې کچه لويې وسلې نه لري.

د پوځ له لوري په هغې لنډکۍ اعلامیه کې، چې د موبایل اس ام اس له لارې رسنیو ته لیږل شوې، د نننیو پيښو په باب ډير جزیات نه دي ورکړل شوي، ازادې سرچینې وايي، چې د باړې په سپاه، اکاخیلو، شلوبر او څو نورو سیمو کې د شپې تر ناوخته پر کلیو او بانډو باندې په وقفه ييز ډول د توپونو ګولۍ وریدې او ښايي ملکیانو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې شمیر تر دې هم لوړ وي.


د یوبل خبر له مخې پوځي ځواکونو د شنبې په ورځ په لرې پرته اورکزو اجنسۍ کې د شنبې په ورځ د مشکوکو سخت دریزو وسله والو پر څو مرکزونو د ځمکې او هوا له لارې بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې دیرش تنه وسله وال ووژل شول.

د پوځي ذرایعو دمعلوماتو له مخې دا بریدونه په ډبورۍ او ماموزو سیمو کې د وسله والو پر پټنځایونو شوي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې بریدونو کې د پوځ جیټ الوتکو هم برخه اخیستې.

باړه او اورکزي هغه قبائلي سیمې دي، چې له تیرو درېيو کلونو راهیسې پکې د سخت دریزو وسله والو پرضد پوځي عملیات روان دي.

که څه هم څو وارې د پوځ له لوري ددې سیمو د تصفيې راپورونه خپاره شول خو وروستۍ پيښې ښيي، چې دا ډلې لا هم په سیمه کې فعال حضور لري.
XS
SM
MD
LG