د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

"د شپې عملیات د افغانانو په کورونو یرغل دی"


نړېوالو چاپي خپرونو د افغانستان په اړه ګڼې مقالې او تحلیلونه چاپ کړي چې لنډیز يي جاناقا الکوزي په لاندې یوه مطلب کې رانغاړلی دی.

امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغان چارواکو ته د زندانونو د سپارلو په اړه یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یي لیکې:

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن او د افغانستان دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ د تفاهم یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یي په تدریجي ډول د باګرام زندان چارې چې دا مهال شاوخوا درې زره تنه په کې بندیان دي، افغانانو ته وسپارلې شي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د اوږدې مودې ستراتېژیکې تړون د لاسلیک په مخکې یو ستر خنډ همدغه مسله یعني افغان ځواکونو ته د زندانونو د چارو سپارل وو.

امریکایي چارواکي هیله من دي چې په راتلونکې مې میاشت کې د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناتو له مشریزې غونډې مخکې به له افغانستان سره د ستراتیژیکې تړون معامله تر سره شي.

امریکایي چارواکي دا هم وایي، له افغان حکومت سره به د دغه تړون له لاسلیک کولو وروسته د ۱۲ میاشتو په مودې کې د زیاتو جزیاتو لرونکی دوه اړخېز امنیتي تړون هم لاسلیک کړې.

وال ستریټ ژورنال وړاندې لیکې: امریکایي او افغان چارواکې دا مهال خپل پام د شپې له خوا د امریکا د خاصو ځواکونو د عملیاتو مسلې ته اړوي تر څو د حل یوه لار ورته پیدا کړې.

ولسمشر کرزی غواړي د شپې له خوا دا ډول عملیات باید بند شي او وایي، دا د افغانانو په کورونو یرغل دی.

خو د امریکا پوځ وایي، د شپې عملیات پر طالبانو او وسله والو باندې د فشار لپاره ضرور دي.

رویټرز:

رویټرز اژانس له ګوانتنامو زندان څخه د یوه خاص افغانی هیئت د کتنې په اړه یو تحللیي مضمون لیکلي او د پیل په کرښو کې یي راغلي:

د افغانستان د حکومت یوه هیئت په روانې اوونۍ کې له ګوانتنامو زندان څځه کتنه وکړه او غواړي له دغه زندان څخه د طالبانو پنځه تنه بندیان خوشې او قطر ته یي انتقال کړې.

په دې کار سره د جمهور رئیس بارک اوباما اداره د سولې د خبرو پیل ته یو اینچ نوره هم نږدی شوه چې په نتیجه کې به یي د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي.

رویترز زیاتوي، په افغاني هیئت کې د جمهور رئیس حامد کرزي دوه تنه سلا کاران ابراهیم سپین زاده او شیدا ابدالی هم شامل دي چې دا دواړه کسان د سولې د عملیې پر حساسیت ښه پوه دي.

اژانس لیکې: سپینې ماڼۍ او دفاع وزارت دواړو له ګوانتنامو زندان څخه د افغاني هیئت د کتنې په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

رویترز وړاندې لیکي: د جمهور رئیس اوباما د سولې دا پلان چې یو کال وروسته په ډاګه شو، متحده ایالاتو ته دا تاریخی فرصت برابروي چې د افغانستان د روانې شخړې د حتمولو لپاره چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ می حملو وروسته پیل شوې، منځګړتوب وکړي.

دې لس کلنې جګړې ستر بشري او مالي تاوانونه هم رامنځ ته کړي دي.
XS
SM
MD
LG