د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د ګوانتانامو۵طالب زندانیان خوښ دي چې قطر ته ولاړشي


د طالبانو پينځو بندیانو چې له تیرو لسو کلونو په ګوانتنامو کې ساتل کیږي، موافقه کړې ده چې قطر ته ولیږدول شي.

رویټرز د شنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي د ویاند په حواله لیکلي چې افغان حکومت هیله لري چې دا به له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره په هڅو کې یو مثبت ګام وي.

له ګوانتنامو څخه د طالبانو د بندیانو لیږدول له طالبانو سره د سولې د خبرو او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ګام بلل کیږي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې ټاکل شوې بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه ووزي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي، چې له ګوانتناموڅخه قطر ته د دې بندیانو د انتقال د پلان د عملي کیدو په صورت کې به دا کسان له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

خو رویټرز لیکي، چې د تیرو څو میاشتو له پټو دیپلومایتکو هڅو سره هم لا نه ده څرګنده چې د زندانیانو د لیږدول پلان به عملي شي.

په دې اړه چې د طالبانو رهبران به وتوانیږي چې د دې ډلې سخت دريځي او د د ټیټې کچې غړي چې د خبرو مخالف دي، مذاکرو ته قانع کړي، اندیښنې موجودې دي.

د رویټرز په حواله، په دې پینځو کسانو کې یو تن محمد فضل دی چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو په منځ کې د زرهاوو کسانو په وژلو تورن دی.

په دوي کې د طالبانو یوه پخواني لوړ رتبه قوماندان نورالله نوري، د طالبانو د رژیم پر مهال د استخباراتو د وزارت مرستیال عبدالحق واثق او د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر خیرالله خیرخواه شامل دی.

د رویټرز په حواله، د ولسمشر حامد کرزي یوه سلاکار ابراهیم سپينزاده په روانه اونۍ کې د ګوانتنامو زندان ته تللی وو تر څو له ګوانتنامو څخه قطر ته د لیږدول کیدو په اړه د طالب بندیانو موافقه واخلي.

د جمهور ریس حامد کرزي حکومت مخکې د طالبانو د پيځو لوړ ربته غړو له انتقال سره موافقه کړې ده خو یو شمیر امریکايي مقامات وايي دا پينځه کسان چې اوس یې قطر ته د انتقال پریکړه شوې له ډيروخطرناکو کسانو دي.

مخکې تر دې چې د جمهور ریس بارک اوباما اداره په رسمي ډول د امریکاکانګرس ته د دې کسانود خوشي کیدو د امکان خبر ورکړي ، د کانګرس د دواړو ګوندونو یو شمیر سیاسي رهبرانو د دې کسانو د خوشي کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه .

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د رویټرز اژانس ته ویلي چې ډير ژر به د بهرنیوچارو وزیر زلمی رسول قطر ته ولاړ شي تر څوله طالبانو سره د سولې د خبرو او مذاکرو په اړه له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي موسی زي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر به ډير ژر قطر ته ولاړ شي خو تر هغه مخکې به سعودي عربستان ته هم ځي.
رویټرز زیاتوي، چې یوه افغان مقام د زلمی رسول دا سفر ډير مهم ګام بللی دی خو داسې نور عوامل هم شته چې د سولې د هڅو د پياوړي کیدو او یا ماتې سبب ګرځیدلای شي. د رویټرز په حواله یو عامل د پاکستان حکومت دی چې له کلونو راهیسې پر طالبانو نفوذ لري او له هغوی ملاتړ کوي .
XS
SM
MD
LG