د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

جاپان له افغانستان سره ۱۱۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال او په کابل کې د جاپان سفیر ریجیرو تاکا هاشي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال او په کابل کې د جاپان سفیر ریجیرو تاکا هاشي

جاپان له افغانستان سره د شپږو بیلابیلو پراخیتايي پروژو د بشپړولو لپاره له ۱۱۰ میلیونه ډالره څخه ډیره مرسته وکړه. د دې بلاعوضه مرستې تړون د شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال او په دې هیواد کې د جاپان د سفیر تر منځ په کابل کې لاسلیک شو.

ټاکل شوې چې د جاپان دغه ۱۱۱ میلیونه ډالره مرسته به په افغانستان کې په ۶ مهمو پراختیايي پروژو ولګول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، چې دغه پروژې د جاپان د پراختیايي ادارې په همکارۍ او د افغان حکومت د اړوندو ادارو له خوا بشپړیږي.

جاوید لودین چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د جاپان له سفیر سره په دې اړه تړون لاسلیک کړ، د هغو پروژو یادونه یې وکړه، چې د جاپان په دې نوې مرسته به بشپړي سي.

“هغه پروژې چې په دې تړون کې شاملي دي، ډېرې مهمې دي، د کابل په هوايي ډګر کې د الوتکو د تم ځای پراخول، په بامیانو کې د ترمینل او رنوې پراخول او جوړول دي، په کابل کې د سړک جوړول او پراخول دي، تمه ده، چې په کابل کې د کمپوټر ساینس پوهنځی ودانۍ جوړه کړي او په نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

یوه بله پروژه د کابل په ده سبز کې د اوبو لګولو، سړک او نورو برخو لپاره ده، د جاپان له خوا نغدي مرسته ده، چې هر کال یې د ماليې وزارت سره کړې ده.”

جاپان له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه بلل کیږي، چې د دې هیواد ډېرې مرستې په پراختیايي، امنیتي، بشري او نورو برخو کې لګول شوي دي.

له افغانستان سره د دې هیواد مرستې په تیرو لسو کلونو کې څلورو میلیارډو ډالرو ته رسیږي.

د تړون د لاسلیک پر وخت په کابل کې د جاپان سفیر ریجیرو تاکا هاشي وویل، چې دغه نوې مرسته یې د هیواد د اوږد مهالو مرستو د ژمني نښه ده.

ښاغلي تاکا هاشي په افغانستان کې د خپل هیواد د شا او خوا ۵۹۰ میلیونه ډالري پانګې اچونې خبر هم ورکړ.

“پر دې شپږو پروژو سربیره به د جاپان حکومت د روانې مارچ میاشتې په پای کې اضافي پانګونه اعلان کړي، چې ټول ارزښت به یې ۵۸۵ میلیونه ډالره وي او د افغانستان د بنسټونو د پانګې له لارې به ولګول شي.”

جاپان له افغانستان سره د مالي مرستي په څنګ کې څو ځله د افغانستان په اړه د نړیوالو کنفرانسونو کوربه هم پاته شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د روان کال په جولای کې یو ځل بیا جاپان د افغانستان په اړه د یوه بل کنفرانس کوربه وي.

دغه کنفرانس د توکیو په نوم یادیږي او په هغه کې به نړیواله ټولنه خپلې مالي مرستې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ پورې اعلان کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG