د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د لسو نورو کلونو لپاره دې د ماین پاکۍ پروګرام تمویل شي


د افغانستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، سره له دې، چې په افغانستان کې له تیرو کلونو راهیسې د ماین پا کولو په برخه کې ډیرې موسسې کار کوي، خو لاهم شپږ سوه اولس کیلو متر مربع ځمکه په ماینونو ککړه ده او هره میاشت له دېرشو څخه تر څلوېښتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اړوي.

د دی ادارې مشر دایم کاکړ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، څو په افغانستان کې د لسو کلونو لپاره د ماین پاکولو پروګرام تمویل کړي.

ښاغلی کاکړ وايي، که څه هم دوی دغه غوښتنه په خصوصي مجلسونو کې له نړیوالو همکارانو سره مطرح کړې، خو وایي، چې دا غوښتنه به یوځل بیا د جینوا په کنفرانس کې په نړیواله کچه مطرح کړي.

″په جینوا کې د مارچ په ۲۵ یوه بله غونډه ده، زه هلته ورځم، له هغوی نه بیا غوښتنه کوم، چې افغانستان یې هیر نه شي او له افغانستان سره خامخا مرسته وکړي، ځکه تل افغانستان له ګواښ سره مخ دی.″

ښاغلی کاکړ چې د شنبې په ورځ د ماین پاکۍ له اوو موسسو سره د همکارۍ او همغږۍ د رامنځ ته کولو تړون لاس لیک کولو وویل، چې وروسته له دې به د ماین پاکۍ ټولې موسسې له دوی سره په همغږۍ خپلې چارې مخ ته وړي.

نوموړي همداراز وویل، چې د دی تړون له مخې هغه موسسې چې د کار پر مهال له ستونزو سره مخ وي، د ستونزو په هواري کې به په ګډه کار کوي.

د ماین پاکۍ د همغږۍ د ادارې مشر محمد صدیق راشد بیا وایي، چې له تیرو دوه ویشتو کلونو راهیسې، د افغانستان زرګونه کیلو مټر مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او لاهم هڅې روانې دي.

نوموړی هیله څرګندوي، چې نړیواله ټولنه به د ماین پاکۍ د موسسو هغه پروپوزل چې د لسو کلونو لپاره د نور ملاتړ غوښتنه په کې شوې هم منظور کړي.

″د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په تېرو ۲۲ کلونو کې څه دپاسه یو میلیون ماینونه او له ۱۴ میلیونو څخه زیات ناچاوده مهمات د افغانستان له ګوټ ګوټ نه راټول کړي دي، نو که تاسو دا لاسته راوړنې وګورﺉ، په زرګونو سیمې له ماینونو پاکې شوې دي.″

په افغانستان کې داسې مهال د ماینونو د پاکولو لپاره د نورې مرستې او ملاتړ غوښتنه کیږي، چې لاهم افغانستان ته د ماینونو د راتګ لړۍ روانه ده.

که څه هم په افغانستان کې د ماینونو د ګواښونو ستونزه د شوری اتحاد له یرغل راپدیخوا رامنځ ته شوی، خو د ځینو رپوټونو له مخې اوسمهال افغانستان ته له ایران څخه ماینونه راوړل کیږي، چې ډیر ځله د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي هم دي.


راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG