د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ولې له پېښو سره د مبارزې ادارې د بدخشان خلک ونه شو ژغورلای؟


د افغانستان له پیښو سره د مبارزې اداره تاییدوي، چې د ځینو ستونزو له امله یې په بدخشان کې د هغه کلي له اوسیدونکو سره لازمه مرسته نه ده کړې؛ چې د برف کوچ لاندې شوي و. د دې ادارې چارواکي وايي، چې د بدخشان د شیکي ولسوالۍ د شرین نظم کلي پنځوس تنه اوسیدونکي په دې پیښه کې مړه شوي دي.

د افغانستان له پيښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وايي، د لارې د بندیدو، ډیرو واورو او د لږو امکانانو له امله نه دي توانیدلي، چې د بدخشان د شکۍ ولسوالۍ د هغه کلي ټول وګړي وژغوري، چې تر واورو لاندې شوي وو.

د دې ادارې رییس دایم کاکړ په کابل خبریالانو ته وویل، چې یوه مرستندویه پلاوي د ځمکې او هوا له لارې د شرین نظم په نوم دغه کلي ته د رسیدو هڅه کړې، خو د ډیرو واورو له امله بېرته راګرځیدلي.

ښاغلي کاکړ همداراز د خپلې ادارې د مالي امکاناتو د کموالي په اړه هم شکایت وکړ:

″د دې برف کوچونو مخه څنګه ونیسو او موږ څومره خوراکي او غیر خوراکي مواد، کیږدۍ او ترپالونه د افغانستان ټولو هغو کلو ته ورسوو، چې د برف کوچ له خطر سره مخ دي.

دومره بودیجه موږ نه لرو، نړیوالې ټولنې هم نه ده راکړې، دولت هم له پيښو سره مبارزې ته زیات پام کوي، خو موږ ته یې پوره بودیجه نه ده راکړې.″

ښاغلي کاکړ وویل، چې تیره اونۍ د واورې د ښوییدو په دې پيښه کې د شرین نظم د کلي پنځوس تنه مړه شوي او اوه ټپيان دي.

د نوموړي په وینا د کلي پنځوس کسان چې ماشومان هم په کې شامل دي، ژغورل شوي.

دغه کلي ته په دولتي پلاوي کې په ولسي جرګې کې د بدخشان څو تنه استازي هم شامل و.

په ولسي جرګې کې د بدخشان یوه وکیل شاه افضلي ازادي راډیو ته تایید کړه، چې د ډیرو وارو له امله دغه پلاوی کلي ته نه دی تللی، خو نوموړي وويل:

″له بده مرغه، له بده مرغه، هماغسې چې هغوی ویلي واوره ډیره وه، نرمه هم وه، نو موږ ونشوای کولای، چې پلې هغې سیمې ته ولاړ شو، موږ دوه ورځې هلته پاتې شو، یوازې دومره مو وکولای شول، چې د مسوولو ارګانونو همدردي او تسلیت ورته وښیو.

خو دولت داسې دقیق پروګرام هم نه لري، چې په خپل وخت سره داسې پیښو ته ځواب وویلای شي، دا مرستې هم د مقطعي دي، موږ په هغو ولسوالیو کې ګدامونه هم نه لرو، چې د اړتیا په وخت کې خلکو ته لږ تر لږه خوراکي مواد ور ورسوو.″

د افغانستان له پيښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وايي، چې د هیواد په څوارلسو ولایتونو کې د واورې د ښوییدو خطر موجود دی، خو هغوی په ټول هیواد کې په دارنګه پيښو کې له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې توانایيي نه لري.

د واورو د ښوییدو په اکثرو پیښو کې خلکو شکایت کړی، چې اړوندو ادارو پر وخت ځان د مرستې لپاره نه دی وررسولی او د سرو مال زیانونه ور رسیدلي دي، خو چارواکي بیا وايي، چې تر خپله وسه پورې له دارنګه پيښو سره مبارزه کوي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG