د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۳

قطر ته له زلمي رسول سره به د سولې شورا یوغړی هم وي


د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې د بهرنیو چارو له وزیر سره، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې قطر ته سفر وکړي، د دې شورا یو غړی به هم ملګری وي.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې دا هم وویل، چې دوی هیله مند دي، چې دا سفر به د سولې او پخلاینې یو نوې باب پرانیزي.

له نوموړي سره دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG