د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۲۰

د ستراتیژیک تړون په لورلومړنی بری


په راتلونکي شپږو میاشتو کې به د بګرام زندان افغانانو ته وسپارل شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د بګرام زندان د سپارلو تړون د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په لور لومړنی بری بللی دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې د بګرام زندان سپارل هغه خلک ناسم ثابت کړل، چې د دواړو لوریو ترمنځ د ستراتیژیک تړون لپاره د افغان حکومت په شرایطو به یې انتقاد کاوه او دا ویره به یې رامنځ ته کوله، چې امریکا به دا شرایط و نه مني.

ورځپاڼې دا باور څرګند کړې، چې امریکا په افغانستان او سیمه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو او د خپلې پانګې د ژغورلو لپاره اړ ده، چې دا شرایط ومني.

ورځپاڼه لیکي، چې د بګرام زندان د سپارلو لپاره د تړون د لاسلیکولو په مهال د هیواد د دفاع وزیر دا هم وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به امریکا او افغان حکومت د ځانګړو عملیاتو د افغاني کولو یو بل تړون هم لاسلیک کړي.

د ورځپاڼې په وینا که دا کار وشي، نو دا به د افغان دولت دویمه لویه غوښتنه وي، چې د امریکا له خوا منل کیږي.

محور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په وړاندې یو لوی خنډ د بګرام زندان د انتقال مساله وه.

ورځپآنې لیکلي، چې ددغه تړون په وړاندې یو بل اساسي خنډ د بهرنیو ځواکونو د شپې عملیات دي، چې افغان دولت یی بندول غواړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ممکن امریکا د افغان دولت دې غوښتنې ته هم غاړه کیږدي، خو له دې سره د افغان لوري مسؤلیتونه نور هم زیاتیږي او هغه پدې معنې، چې دولت باید په ځان کې د هر ډول بالقوه ګواښونو د مخنیوي وړتیا پیدا کړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم دا باور څرګند کړې، چې د بګرام زندان له سپارلو وروسته د افغان دولت مسؤلیتونه لا ډیریږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې لومړې باید افغان دولت د خپلو زندانونو او توقیف ځایونو حالت ښه کړي او داسې کسان دې ورته وګماري، چې د بشر حقوقو ته پابند وي، لوستي او په کار پوه خلک وي.

د ورځپاڼې په وینا له دې سره به له یوې خوا د زندان حالت ښه شي او له بل لوري به بهرنیانو ته په افغانستان کې د زندانونو د دردلو دلیل هم پاتې نشي.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې د زندانونو سپارل کوم سخت کار ندې، بلکه سخت کار ددې زندانونو ساتل دي.

ورځپاڼې وړاندې د یوې امریکایی ژورنالسټې په حواله لیکلي، چې د بګرام په زندان کې ځینې داسې مشکوک کسان هم ساتل کیدل، چې د افغانستان د قوانینو له مخې یی محاکمه ناشونې ده او دا ویره موجوده ده، چې ممکن دا کسان خوشې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پدې زندان کې له دریو زرو زیات کسان ساتل کیدل، چې دا خپله د افغان او بهرنیو ځواکونو لپاره یو ستر ګواښ دې.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې که څه هم دا وروستي پرمختګونه مهم بللي، خو ټینګار یی پدې کړې، چې دا هوکړې باید عملي جامې واغوندي.

ورځپآڼې لیکلي، که چیرې دا تړون هم د پخوانیو هغو په څیر پلې نشي، نو بیا معنې دا شوه، چې ګواکې هیڅ ندي شوي.
XS
SM
MD
LG