د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

هرات: له شنډنډ ولسوالۍ څخه تښتول شوی ترکی انجنیر خوشې شو


د ترکې هېواد یو تبعه انجنیر چې شنډنډ کې درې اونۍ وړاندې تښتول شوی وه، ازاد شوی دی، خو د بادغیس مقر ولسوالۍ کې لا د هغو څو تنه افغان انجنیرانو برخلیک لانه ده روښانه چې تېره اونۍ د کار له ځایه وسله والو برامته کړل.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري، د ترکي انجینر په ازادی راډيو ته وویل، چې تښتوونکو دغه ترکی انجینر او د ده افغان ژباړونکی خوشې کړي، چې روغتیایي حال یې ښه دی:

″دغه ترکي انجینر د ولسی مشرانو په منځګړیتوب خپل افغان ژباړونکی سره یو ځای ازاد شو.″

ترکي انجنیر چې نوم یې افغان مامورینو مصطفي الکان دی، ۱۷ ورځې د مخه د شندند ولسوالۍ ګار نیزیون ته نږدې د هرات کندهار په لاره د سپرلۍ موټر څخه د وسلې په زور له افغان ژباړونکي سره یوځای تښتول شوی و، چې تر دغه مهاله یې رسنیو ته هیڅ کومې ډلې مسوولیت په غاړه نه وه اخیستی.

خو دا چې تښتونکی یې څوک او څنګه پریښول شو؟ د هرات د والي ویاند د پېښې د تازګۍ له وجې ټولو معلوماتو څخه بیخبري وښوده، یوازې دومره یې ویې ویل، چې ولسي مشرانو یې ازادی کې رغنده رول لوبولی او د پېښې په څرنګوالي یې تحقیق کېږي.

کله چې په هرات کې د دغو کسانو د ازادۍ خبر ورکړل شو، د دغه ولایت ګاونډ بادغیس، کې لاهم د هغې یوې ډلې انجنیرانو برخلیک ناڅرګنده دی، چې تیره اونۍ د هغه ولایت په مقر ولسوالۍ، کې د کار پر مهال وتښتول شول.

د بادغیس د والي ویاند شرف الدین مجیدي وویل، حکومت یې د ژغورنې وړ اقدامات لاس لاندې نیولي دي.

د تښتول شویو انجنیرانو شمیر د بادغیس د امنیه چارو قوماندان جنرال عبدالجبار صالح، تر پیښې وروسته ۳ تنه او یو یې موټر چلونکی یاد کړی و، چارواکو د تښتونې پړه د مقر ولسوالۍ مربوط د سنګ اتش د سیمې پر طالب قوماندان، چې طالبانو یا بلې کومې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG