د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

فساد د ستراتیژیک تړون پرواندې لوی ګواښ دی


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په یوه تحلیلي مطلب کې چې عنوان یې دی، بې کنټروله اداري فساد د امریکا د ستراتیژۍ په وړاندې خنډ دی، په کابل بانک کې د میلیونونو ډالرو د ورکېدو مسالې ته اشاره کړې او لیکي:

د دې ستونزې ملامتي امریکایان او افغانان یو پربل اچوي، چې دا، له افغانستانه د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته دواړو هېوادونو ترمینځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې له خطر سره مخامخ کوي.

د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم هغه څه چې څرګند دي، دا دي، چې پراخ فساد د امریکا جنګي ستراتیژۍ ته سخت زیان اړولی آن تر دې چې د ولسمشر بارک اوباما حکومت اوس دې نتیجې ته رسېدلی، چې د فساد پرضد پر مبارزې ټینګار به ولسمشر کرزی او هغه کسان چې پر ده راټول دي؛ نورهم له دوی څخه پردي کړي، په تېره په اوسني وخت کې چې واشنګټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر د کمولو په برخه کې پر دوی اتکا کوي.

په واشنګټن کې د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې د پوځي چارو کارپوه ″انټوني کارډسمن″ وايي، په روانه لوبه کې د اداري فساد پرضد د اقداماتو په اړه اندېښنه کول ښايي؛ یوڅه ناوخته وي، ځکه چې د اوسني حکومت په وړاندې بل بدیل نشته.

کارډسمن زیاتوي، که مو څوک ولیدل، چې په فساد کې لاس نه لري علت به یې یوازې دا وي، چې امکانات به یې نه لري.

ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د برتانیا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ″سر ډېوېډ ریچارډز″ په قلم لیکلي مطلب خپور کړی.

جنرال ریچارډز لیکي، په افغانستان کې پوځي عملیات، بې له کوم دلیله یا د وخت تېرولو لپاره نه دي پیل شوي، بلکې علت یې د تروریستي ډلو بېرحمي وه، چې پر نړۍ یې سیوری اچولی.

جنرال ریچارډز لیکي، روانه جګړه د افغانانو پرضد او د دې لپاره نه ده پیل شوې؛ چې ګنې افغانستان د تروریستانو ځاله وه او د سپټمبر د ۱۱مې حملې طراحان هم افغانان نه وو، بلکې علت دا و، چې هغه مهال افغانستان یو ناکام هېواد و، سقوط یې کړی و او هغه موسسې چې پر یوه هېواد واکمني یقیني کوي؛ له مینځه تللې وې، خو په تېرو لسو کلونو کې هرڅه بېرته جوړ شول.

د برتانیا د پوځ مشر د مطلب په پای کې لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې پرمختګ روان دی، د نړیوالو پوځیانو شمېر به کم شي، خو د نړیوالې ټولنې هڅې به دوام وکړي.

نوموړی زیاتوي، موږ پلان لرو، چې په آیسف کې له شاملو متحدانو سره په ګډه داسې یو امنیتي ځواک جوړ کړو، چې د افغانانو ستونزې حل کړای شي.

جنرال ریچارډز وايي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې چې په افغانستان کې مو پوځي عملیات پای ته رسېږي، زموږ ستراتیژي به بدله نه شي بلکې خاوندان او عملي کوونکي به یې افغانان وي.
XS
SM
MD
LG