د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د ۶ بریتانیايي عسکرو وژل کېدو په بریتانیا کې بحثونه راپورته کړي


په هلمند ولایت کې وژل شوي بریتانوي عسکر
په هلمند ولایت کې وژل شوي بریتانوي عسکر
په هلمند کې د سې شنبې د ورځې پېښه د بریتانوي ځواکونو لپاره له ۲۰۰۶ کال راوروسته چې یو بریتانوي الوتکه په کې نسکوره شوې وه، د مرګ ژوبلې له کبله درنه پېښه وه.

په دې کې د شپږو بریتانوي سرتیرو په وژل کیدو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ م کال را وروسته د وژل شوی بریتانوي سرتیرو شمیر ۴۰۴ ته ورسیده.

دې پېښې دننه په بریتانیا کې په افغانستان کې د بریتانوي سرتیرو د ماموریت په اړه پوښتنې او بحثونه راپورته کړي.

په پارلمان کې د بریتانيې د کارګر ګوند یو غړې باري شیرمن ویلي، چې زموږ لپاره نور د دې وخت چې جدي او په غور په دې بحث وکړو، چې په افغانستان کې څه کېږي.

نوموړې چې د شمالي انګلیستان د هغو سیمو استازیتوب کوي، چې درې وژل شوي سرتیرې له هماغې سیمې و، زیاته یې کړه زه له هغو کسانو نه یم، چې وایم هر څه پرېږدئ او ځئ ترې، ځکه دې ځوانانو هلته د یو ښه هدف لپاره قربانۍ ورکړي، خو دا د دې وخت چې نور باید په دې اړه یو غور وشي.

خو د بریتانیې د دفاع وزیر فیلیپ هامونډ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې یې د سرتیرو مورال لوړ دی او دا ځکه، چې دوی پوهیږي، دوی ته یو ماموریت ورله غاړې دي، دوی پوهیږي، چې د پوځیانو په توګه د دوی دنده ده، چې دا ماموریت په ښه توګه ترسره کړي.

هامونډ په یوه تلویزوني مرکه کې هغه خطرونه مهم وبلل چې په افغانستان کې یې ورسره سرتیري مخ دي خو نوموړي زیاته کړه هغوی د بریتانیې د عامو خلکو په ملاتړ او د خپلې دندې په ښه توګه په ترسره کولو ویاړي.

د بریتانیې د دفاع وزیر دا هم وویل چې د سې شنبې د ورځ د پېښې چې په هلمند کې یې شپږ بریتانوي سرتیري ووژل جزییات لا هم سم څرګند نه دي خو داسې ښکاري چې د سرتیرو پر موټر په سړک کې اېښودل شوي ډير چاودیونکي مواد چاودلې دي.

د بریتانیې د وسلوالو ځواکونو قومندان ډیویډ ریچارډ ویلي، ښايي تر هغې چې په ۲۰۱۴ کال کې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي نور تلفات هم بهرنیو ځواکونو ته واوړي.

داسې هم ویل کېږي چې دې برید د افغانستان څخه د بریتانوي او نورو بهرنیو سرتیرو زر ایستلو مسله نور هم جوته کړې ده.

د بریتانې صدراعظم ډیویډ کامرون ویلي دي به راتلونکې اونۍ په واشینګټن کې له امریکايي چارواکو سره له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو په موضوع هم خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG