د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

یوشمېرافغان میرمنو د عالمان د شورا وروستی پریکړه وغندله


د ملي ایتلاف پر ګوند سربیره د عالمانو د سراسري شورا د اعلامیې له دې برخې سره، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو هم مخالفت ښودلی.

د افغانستان د ملي ایتلاف ګوند یوې غړې روګل ځدراڼ د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د ټولنیزو چارو په مختلفو برخو کې باید ښځې له نارینه و، له ګډ فعالیت څخه منع نه شي.

میرمن ځدران دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د هغې غونډې په ترڅ کې ازادۍ رادیو ته وکړې چې د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځلو په مقصد د ملي ایتلاف د ګوند له خوا جوړه شوې وه:

«دا اعمال چې د یوې ښځې په حیث زما حقونه په کې نقض کېږي، ردوم یي، دولت دې زموږ کورونه، پارکونه او د کار ځایونه هم زموږ د خپلو نارینه او اولادونو څخه بیل کړي.

دا هیڅ امکان نه لري، له دولته او په ځانګړي توګه له کرزي صاحب نه هیله کوو چې، د عالمانو شورا په دې اعلامیه غور وکړي، دا اعلامیه د ښځو قانوني حقونه سلبوي.»


د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د تیرې جمعې په ورځ یو اعلامیه خپره کړه چې په یوې برخه کې یي تاکېد شوې چې ښځی دې، په دفتر، د زده کړې په ځایونو او سفرونو کې د پردیو نارینه و سره له نږدې کېدو ډډه وکړي.

سربیره پردې په اعلامیه کې د ښځو په زوره ودول ناجایز ګڼل شوی او حق ورکړل شوې چې د خپلې خوښې واده وکړي.

د اعلامیي هغې برخې د ښځو اندیښنې راپارولي دا دي چې دوي یي د ټولنیزو چارو په مختلفو برخو کې د پردیو نارینه و څخه په لیرې والي مکلفې کړي دي، ښځې وایي:

«زه هیڅکله د عالمانو شورا له دې اعلامیي سره موافقه نه یم، دا د ښځو روحیاتو ته زیان رسوي. نور موارد شته چې عالمان پرې باید خبری وکړي، په اسلام کې نه دي ویل شوي چې ښځه دی کار نه کوي او زده کړې دې نه کوي، په دې فعالیتونو کې خامخا له نارینه و سره مخامخ کېږي.»

د عالمانو شورا ویلي په اعلامیه کې د دې موادو د مطرح کولو هدف دا دی چې، په ټولنه کې د ښځو عفت او پاکۍ ته زیان ونه رسیږي.

ولسمشر کرزي د اعلامیې دا برخه د عالمانو شرعي نظر ګڼلی او ویلي یي دي چې، مسلمانان او د افغانستان خلک ورته پابند دي.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړي وایي، د عالمانو شورا په دې هڅو غواړي چې په هېواد کې د طالباني نظام پلي کېدو ته لارې جوړې کړي.

راپورخان محمد سیند
XS
SM
MD
LG