د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۳۹

اتم د مارچ او زنداني میرمنې


اتم د مارچ او زنداني میرمنې
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

په داسې حال کې، چې نن د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو نړېواله ورځ لمانځل کیږي په کابل کې یو شمېر ښځې واټونو ته راوتلي. دغه میرمنې، چې د افغانستان د ښځو د پیوستون د اجتماع په نوښت واټونو ته راوتلې وې، په کابل کې د یوناما دفتر مخې ته راټولې شوې او په هېواد کې د جنګ د پای غوښتنه وکړه. د دې اجتماع مشرې میرمن فتانه ګیلاني په خپله وینا کې دا په ډاګه کړه، تر هغه، چې جنګ پای ته ونه رسیږي، د ښځو حقوق نشي ترلاسه کیدای. (ترهغو، چې جګړه پای ته نه وي رسیدلې د ښځو ژوند ښه کیدای نشي. موږ غواړو، چې نړۍ زموږ خبرې واوري، موږ غواړو، چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسیږي، موږ غواړو، چې ملي پخلاینه وشي. موږ له طالبانو، حزب اسلامي او حقاني شبکې سره د مذاکراتو غوښتونکي یو.) دا لومړې ځل دې، چې په کابل کې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت میرمنې لاریون کوي او د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG