د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

"روانه جګړه زموږ د حقوقو د ترلاسه کولو په وړاندې اساسي خنډ دی"


دغه په لسګونو میرمنې، چې په کابل کې د یوناما دفتر مخې ته راټولې شوې وې، د دوې د حقوقو او ژوند د ښه والي لپاره په هېواد کې د روانې جګړې پای ضروري وباله.

دا لاریون د افغان ښځو د پیوستون د ټولنې له خوا د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړېوالې ورځې په مناسبت راوستل شوې وو.

د دې ټولنې مشرې او د لاریون تنظیموونکې فتانه ګیلاني په خپلو خبرو کې په دې ټینګار وکړ، تر هغو، چې دا جګړه بنده شوې نه وي دوي د ښه ژوند څښتنې کیدای نشي.

میرمن ګیلاني په خپلو خبرو کې د پخلاینې په روانو هڅو ټینګار وکړ او ویي ویل، چې دوي له ټولو وسله والو مخالفینو سره د دغه بهیر ملاتړ کوي:

"ترهغو، چې جګړه پای ته نه وي رسیدلې د ښځو ژوند ښه کیدای نشي، موږ غواړو، چې نړۍ زموږ خبرې واوري، موږ غواړو، چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسیږي، موږ غواړو، چې ملي پخلاینه وشي او موږ له طالبانو، حزب اسلامي او حقاني شبکې سره د مذاکراتو غوښتونکي یو."

دغو میرمنو یو درې ماده ایز پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې پته دې ټینګار شوې، چې جنګ ستونزې نشي هوارولې او پکار ده، چې ټول ښکیل اړخونه یو موټې او د خبرو له لارې سیاسي حل پیدا کړي.

په دې پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو په عمومي منشي هم غږ شوې، چې د یوې ناپیلي سازمان د مشر په توګه په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې خپل مهم رول ولوبوي.

په دې پریکړه لیک کې، چې د یوناما د یو مسؤل له خوا واخیستلای شو، په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیو استخباراتي کړیو لخوا تپل شوي بلل شوې.

د افغان ښځو د پیوستون ټولنه دا هم وایي، چې په هېواد کې د سیاسي ثبات نه شتون او په تیره بیا نا امنۍ د ښځو لپاره پلې کیدونکي زیاتره کارونه تر سیورې لاندې راوستلي دي.

د دې ټولنې یوې غړې په هېواد کې د ښځو د حقوقو فعالانو ته سپارښتنه وکړه، چې یو لاس شي او د ښځو د حقوقو لپاره په ګډه مبارزه وکړي:

"د هېواد میرمنې، که دوي په دولتي ادارو کې دي او که په غیر دولتي ادارو کې باید د خپلو هڅو د همغږي کولو لپاره شبکې جوړې کړي.

افغان میرمنې باید په ملي او نړېواله کچه د خپل غږ د پورته کولو لپاره دې صنفي بنسټونه جوړې کړي. "


دا میرمنې په افغانستان کې د پخلاینې د روان بهیر ملاتړ په داسې حال کې کوي، چې د ښځو د حقوقو یو شمیر ادارې او فعالان بیا ویره څرګندوي، چې هسې نه له وسله والو مخالفینو سره د جوړجاړي لپاره ددوی حقوق قرباني شي.

خو هم افغان دولت او هم نړیوالې ټولنې بیا دا ډاډ ورکړې، چې د پخلاینې په هڅو کې به د ښځو حقوقو قرباني نشي او دوی وسله والو مخالفینو ته په خپلو شرایطو کې د اساسي قانون منل شامل کړي، چې پکې د ښځو حقوق خوندي دي.
XS
SM
MD
LG