د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د اقتصاد وزارت تر اوسه ۴۰په سلو کې خپله بودیجه لګولې


د افغانستان د اقتصاد وزارت په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې شپږ پراختیایي پروژې درلودې چې تر ټولو مهمې یې د مرکزي تدارکاتو او د سلاکارانو د استخدام پروژې دي.

د اقتصاد وزارت د طرحې او توحید ریس سیدعارف نظیف ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ۱۳۹۰ کال کې یې څه باندې یوولس میلیونه امریکایي ډالره پراختیایي بودیجه درلوه چې تر اوسه یې څلویښت فیصده لګولې ده:

"د اقتصاد وزارت د ۱۳۹۰ کال په ترڅ کې یوولس اعشاریه پنځه میلیونه ډالره منظوره شوې پراختیایي بودیجه درلوده، له دغې جملې څخه یې څلویښت فیصده په مصرف رسولې.

عمدتآ پنځه شپږ پروژې لرو، په دغو کې تدارکات مرکزي ده، چې دغه پروژه د ټولو وزارتونو د قراردادونو کارونه تسهیل کوي، بل د داخلي او بهرنیو مشاورینو استخدام دی د وزارتونو د ضرورت پر بنا، بل موږ په ولایاتو کې د اقتصاد د ریاستونو ساختمانونه لرو."


سید نظیف وایي، د هر وزارت کورني او بهرني سلاکاران د اقتصاد وزارت له خوا استخدامیږي او معاش یې هم د اقتصاد وزارت د پراختیايي بودیجې له خوا ورکول کیږي.

نوموړی زیاتوي، د بودیجې په لګښت کې یې هیڅ ستونزه نه درلوده، خو وایي کمه بودیجه یې د دې لپاره لګولې چې وزارتونو په ۱۳۹۰ کال کې زیات سلاکاران استخدام نه کړل.

که څه هم د اقتصاد وزارت یو پالیسي جوړونکی وزارت دی، خو بیا هم د بودیجې د مصرف په برخه کې د اقتصاد وزارت او مالیې وزارت د ورکړل شوېو ارقامو ترمنځ توپیر موجود دی.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس وایي، اقتصاد وزارت د کال په یوولسو میاشتو کې څلورویشت فیصده پراختیایي بودیجه لګولې ده:

"د اقتصاد وزارت له خپلې پراختیایي بودیجې څخه څلوریشت اعشاریه پنځه سلنه مصرف کړی دی، البته د کب میاشتې ترشپږمې نیټې پورې."

خو د اقتصاد د برخې یو شمېر کارپوهان وایي، چې که پالیسي جوړونکي وزارتونه کمه بودیجه مصرف کړي د هېواد په اقتصاد کوم اغیز نه کوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي:

"د اقتصاد وزارت که چیرې خپله پراختیایي بودیجه مصرف نه کړي، په اقتصاد دومره اغیزه نه کوي لکه څنګه یې چې نور وزارتونه لکه د کرنې، اوبو او بریښنا،سړک جوړونې او نور سکتوري وزاتونه کوي، دغه وزارتونه که بودیجه کمه مصرف کړي د افغانستان خلکو ته یې زیان رسیږي."

استاد سیحون په ورته وخت کې سپارښتنه کوي، چې داسې یوه مستقله اداره باید رامنځ ته شي، چې د وزارتونو د بودیجې مصرف وڅاري او د کم مصرفیدو په اړه ورڅخه دقیقه پوښتنه وکړي.

دا چې د اقتصاد وزارت عمده دندې څه دي دا به د دغه وزارت د طرحې او توحید له ریس سید عارف نظیف څخه واورو:

"د اقتصاد وزارت عمده دنده د هېواد په کچه د اقتصادي فعالیتونو انسجام او همغږي کول دي.

په دې برخه کې اقتصاد وزارت د ټولو وزارتونو پیشنهادونه راټولوي هغه جمع بندي کوي او لومړیتوبونه ورته ټاکي او بیا یې د تمویل لپاره مالیې وزارت ته ورکوي.

بله دنده یې له منظورۍ وروسته د پروژو پر پلې کیدو څارنه ده.
"

خو یو شمېر کارپوهان بیا انتقاد کوي، چې د اقتصاد وزارت خپلې دندې په ښه توګه برمخ نه بیایي.

بیا هم د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون:

"د قانون او تشکیلاتو له نظره د اقتصاد وزارت هغه موثریت نه لري لکه له دې وړاندې چې د پلان وزارت درلوده، په هغه وخت کې اقتصاد وزارت نه وو او ټولې پراختیایي پروژې د پلان وزارت پلې کولې، اقتصاد وزارت نن سبا هغه دندې نه لري.

اوس مهال اقتصاد وزارت له نورو وزارتونو سره یوځای ددې وس نه لري چې پروژې پلې کړي، ځکه اقتصاد وزارت کې داسې تشکیلات نشته.
"

د راپورونو له مخې د افغانستان د پلان وزارت د طالبانو له سقوط څخه وروسته په موقت حکومت کې د پلان اوبیارغونې په وزارتونو وویشل شو.

راپورونه وایي، دغو دوو وزارتونو د خپلو دندو پر سرجنجالونه راپورته کړل چې په نتیجه کې د ولسمشر کرزي د فرمان پراساس په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې سره یوخای او د اقتصاد په وزارت بدل شو.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG