د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

بدخشان کې د واورې ښوییدنې د قربانیانو د ژغورلو هڅې روانې دي


افغان چارواکي وایي، ولسي خلک بیل او چارې په لاس د بدخشان په یوه کلي کې د برف کوچ د قربانیانو د ژغورلو هڅې کوي او د دغه راپور تر تیاریدو پورې یي د پنځوسو کسانو مړي میندلي دي.

ذکریا سودا، په ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو یو استازي ازادی راډیو ته وویل، چې د شیکي د ولسوالۍ په شیرین نظم کلي کې دوه سوه کسان په څو مترو واورو کې بند پاتې شوي دي.

کله چې برف کوچ د دوشنبې په شپه کلي راواوښته یواځې اوو کسانو د ژغولو هڅې پیل کړي.

ذکریا سودا وایي، د دغی پیښې اوس درې ورځې تیریږي او نور نو تمه نشته چې څوک به ژوندي پاتې شوي وي.

هغه وویل، چې په ولسي جرګه کې د بدخشان استازو پرون یوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه او په نړېوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو یي د مرستې غږ وکړ.

ذکریا سودا وایي، یواځینی لاره دا ده چې د هوا له لارې خلکو ته مرستې ورسول شي.

بل خوا شمس الرحمن د بدخشان د والي مرستیال پرون هیله څرګنده کړه، چې کېدای شي ځیني کسان په خپلو کورونو کې لا ژوندي پاته وي.

د بدخشان د والي مرستیال زیاته کړه، هغه هیلي کوپټرې چې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ استولي وې د هوا د خرابوالي له امله یي ونه شو کړای مصیبت ځپلي کلي ته نژدې په ځمکه کیني.

هیلي کوپتر بیرته د شیکي ولسوالۍ مرکز ته ستنې شوي، چې نن ( پنحشنبی ) بیا د هوا له امکاناتو سره سم دغه کلي ته ځان ورسوي،خو بلې خوا د ورڅیرمه ولسوالۍ کمکي ډلې شیرین نظم کلي ته رسیدلی دی.

شمس الرحمن وایي، سله کس بیل او چارې په لاس د واورو په لیرې کولو بوخت دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د دغه مصیبت د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمرازي شریکه کړې.

د نړېوالې پراختیا لپاره د امریکا اداره د تاجکستان له لارې د شیکي ولسوالۍ مصیب ځپلو خلکو ته بړستنې، خیمې، ترپالونه او نورکومکونه استوي.
XS
SM
MD
LG