که څه هم افغان حکومت د خپلې یوې لسیزې په مهمو لاسته راوړنو کې ښځو ته د خپلو حقونو ورکول او هغوي ته د اسانتیاوو برابرول مهمې بولي، خو لا هم انتقادونه کیږي، چې په دې برخه کې کړې ژمنې یې په سمه توګه نه دي عملي کړي.
د مارچ اتمه هر کال د افغانستان په ګډون په ټولنه نړۍ کې د ښځو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
د افغانستان د مخابراتو او بهرنیو چارو وزارتونو هم دغه ورځ د چهار شنبې په ورځ ولمانځله، خو د دې وزارتونو چارواکي هم دا مني، چې په دې برخه کې لا هم ستونزې په مخکې دي.
د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال وهاب الدین سادات وايي، چې په لیرو پرتو سیمو کې اوس هم د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي:
(موږ دا ورځ هرکال لمانځو په بېلابېلو پروګرامونو باندې خو لا هم زیات کار ته اړ یو او یو اوږد مزل په مخ کې لرو چې دا اسانه نه ده او ستونزې مو په لیرې پرتو ولسوالیو کې دي.)
د افغانستان د روغتیا وزیرې ثریا دلیل چې د بهرنیو چارو په وزارت کې یې د ښځو د نړېوالې ورځې په غونډه کې خبرې کولې، د افغان حکومت اوسنۍ کابینې، ملي شورا او نورو ادارې جوړښتونو ته چې د ښځو له خوا اداره کيږي په اشاره دا د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې.
خو عامې ښځې او د ملي شورا غړي بیا دا خبره یوازې تر څو ښارونو پورې محدوده بولي او پر افغان حکومت او نړېوالې ټولنې انتقاد کوي، چې په دغه ډول سمبولیکو ورځو له ښځو سره د تاوتریخوالي مخه نه نیول کیږي.
د ولسي جرګې غړې وږمې ساپۍ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په لیرو پرتو سیمو کې د ښځو په حالت کې هیڅ مثبت بدلون نه دی راغلی او اوس هم هلته ښځې ته د یوې غلامي په سترګه کتل کیږي:
(دا ورځ په کال کې یوه ورځ ده او د یوې نمونې په شکل لمانځل کیږي کومې ستونزې هغه میرمنې چې په لیرې پرتو سیمو کې يي لري خو تر څو چا غږ نه دی اوریدلی او هغه نړېوالې ژمنې چې ورسره شوي هغه هم نه دي عملي شوي.)
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما هم د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښوولې او په یوه خبرپاڼه کې یې له افغان حکومته غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون دي په بیړنۍ توګه عملي کړي.
یوناما په خپله خبرپاڼه کي وايي، تر هغو چي د ښځو پر حقونو تیري کوونکي او زورونکي بخښل کیږي، په افغانستان کي به د ښځو د حقونو په برخه کي ډیر لږ پرمختګ وشي.
د راپورنو له مخې په افغانستان کي ښځي د لور زیږولو په خاطر وژل کیږي، د ناوړه غوښتنو په مقابل کي یې نوکونه کښل کیږي او د پیسو په مقابل کي د څارویو په ډول خرڅي سوي، چي وروسته دغو ښځو ځانونه هم وژلي، خو عاملیونو ته یې تر اوسه سزا نه ده ورکړل سوې.
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي، چي د روان لمریز کال په 9 میاشتو کي له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښي د تیر کال په پرتله 50 سلنه ډیر سوی.
افغان حکومت وايي، چې په دې برخه کې کار شوی او لا هم نور کار ته اړتیا شته.
معصوم میوند- کابل