د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۲

کابل: د عدلي علومو د خدماتو په نامه یوه اداره پرانستل شوه


محمد اشرف بختیاري د افغانستان د عدلي علومو د موسسې مسوول
د افغانستان د عدلي علومو د موسسې مسوولان چې تازه یې په کار پیل کړی وایي، چې دوی به خپل عملي کار لومړی د مزار شریف له ښاره پیل کړي او وروسته به بیا د خپلو کارونو لړی نورو ولایاتو ته هم وغځوي.

د دې ادارې د چارواکو په وینا، دوی به د ډله ایزو قبرونو د پیژندنې، ثبت او ساتنې په برخه کې له افغان حکومت سره د عصري میتودونو په کارولو سره مرسته وکړي.

د دې ادارې یو مسوول محمد اشرف بختیاري وویل، عامه خلکو ته د ډله ییزو قبرونو د ساتنې د اهمیت په اړه پوهاوي د دوې په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

زموږ دوهم هدف په ټول افغانستان کې د ډله ییزو قبرونو پيژندل دي. په افغانستان کې دا ډول قبرونه ډير شته خو تر اوسه هم دا فرصت ندی تر لاسه شوی چې هغه و څیړل شي.

دریم هدف مو په ټول افغانستان کې د دې قبرونو ثبت او راجسټر دی څو افغان دولت و پوهیږي چې په ټول هیواد کې په څه شمیر ډله ایز قبرونه موجود دي او څلورم هدف مو د دې قبرونو ساتل دي.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په فعالیت پیل وکړ او ۱۵ غړي لري.

په دې ادارې کې د کورنیو چارو، اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتیا او د افغانستان د بشري حقونو د انتقالي عدالت د څانګي استازي غړیتوب لري.

دا اداره مسوولیت لري، چې د ډله ییزو قبرونو د پيژندني او ساتنې او په دې برخه کې د اسنادو د جوړولو لپاره کار و کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون اجرایوي ریس وایې، یاد کمیسیون ژمن دی تر څو د هغه ادارو سره چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت لري، همکاري و کړي.

د دې ادارې ریس موسی محمودي دغه راز هیله و ښوده چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د افغان حکومت ژمنې عملي شي.

موږ هیله من یو چې د افغانستان حکومت هم د دې پروسې د څیړنې، ساتنې او همدا راز د یوې قضایې قضیې په تحریک کې زموږ سره ژمن پاته شي او دا پروسه تقویه شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تل د هغه ډلو سره چې د بشري حقونود ساتنې په برخه کې فعالیت کوي، همکاري لري او دا یې له خپلو ستراتیژیو څخه ټاکلې.

په تیرو دریو لسیزو کې یو زیات شمیر افغانان د جګړو پر مهال د بیلابیلو ډلو له لوري وژل شوي او په ډله ایز ډول ښخ شوي.

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې په لسهاو دا ډول قبرونه و موندل شول، خو دا چې د دې ډول نورو څومره قبرونو د موجودیت احتمال شته، لا تراوسه نده جوته.

افغان حکومت د انتقالي عدالت د نه پر ځای کیدو له امله تل له انتقادونو سره مخ دی.

د بشري حقونو د ساتنې ډلي تل ټینګار کوي چې په هیواد کې بشري حقونو د مراعتولو لپاره باید انتقالي عدالت تامین شي.
XS
SM
MD
LG