د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

د د ښځو د ورځې په اړه د ناکاډا له سفیرې سره مرکه


په کابل کې د کاناډا سفیره میرمن شیکي وایټننګ
په کابل کې د کاناډا سفیره میرمن شیکي وایټننګ
پوښتنه:- د کاناډا د سفارت سرپرستې میرمنې شیلي وایتنګ په لومړي سر کې تاسو ته د ښځو د ورځې مبارکي وایم، بیا که راشو د دې ورځې لمانځلو ته دا چې په کاناډا کې دا ورځ څه ډول لمانځل کیږي که لږ معلومات راکړﺉ؟

ځواب:- لکه د نورو هیوادونو په شان په کاناډا کې هم د ښځو نړیواله ورځ له شاوخوا سلو کلونو راپدیخوا لمانځل کیږي، خو په کاناډا کې سږ کال د ښځې ورځې د لمانځلو شعار په اقتصاد او نورو برخو کې د ښځو ونډه ده.

پوښتنه:- ښه تاسو د افغانو میرمنو وضعیت څنګه ارزوﺉ؟

ځواب:- زه د افغانو میرمنو حالت له پخوا نه ښه ارزیابي کوم او له پخوا نه ډیرې پیاوړې شوې دي، په بیلابیلو سکتورونو کې کار کوي، سیاست ته راوتلي دي او د پخوا په پرتله ډيرې نجونې د زده کړې په لور روانې دي، خو بیا هم ځینې ستونزې شته که موږ افغانستان له نړی سره پرتله کړو نو په افغانستان کې د ښځو په خاصه توګه د میندو د مړینې کچه ډیره لوړه ده، او همدا رنګه د زده کړې سطح په ټیټ حالت کې ده او بل دا چې له ښځو سره لا هم تبعیض روان دی، خو بیا هم زه امیدواره یم او دا ستونزې به ټولې حل شي او زه دافغانستان په ښځو کې پیاوړتیا وینم او د دوی راتلونکې به ښه او روښانه وي.

پوښتنه:- آیا په دې تیرو لسو کلونو هغه مرسته چې افغان میرمنو سره شوې، بس دي او که دا چې باید د افغان میرمنو لپاره تر دې هم جدي کار وشي او دا چې تاسو په خپله یوه ښځه یاست نو ستاسو پاملرنه هم باید افغان میرمنو ته ډيره وي؟

ځواب:- د کاناډا د کار له لومړیتونو نه یو هم په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو خصوصاً د هغوی د زده کړې او د هغوی د روغتیا په برخه کې کار کول دي، د کاناډا ماموریت په افغانستان کې له افغان دولت، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې سره د یو سلاکار په توګه دی، موږ ډیر جدي کار کوو، څو په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو حالت ښه شي.

موږ تراوسه د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د نجونو لپاره شاوخوا څلویښت ښوونځي جوړ کړي او د ښځو د مړینې په برخه کې مو ډير کار کړی، د عامې روغتیا وزارت سره بیلابیلې پروژې لرو، چې په هغو څو په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه راټیټه شي او په راتلونکې کې هم موږ همدا ډول پروژې په پام کې لرو ځکه چې اوس تقریباً په افغانستان کې زموږ ماموریت ملي کچې ته رسیدلی.

پوښتنه:- په دوه زره څوارلسم کال کې چې د نړیوالو ځواکونو ماموریت پای ته رسیږي او له افغانستان نه وځي نو اوس له افغان میرمنو سره دا اندیښنه ده، چې د دوی له وتلو وروسته له دوی سره تاوتریخوالی ډير نشي آیا تاسو سره هم دا اندیښنه شته کنه؟

ځواب:- پدې اړه باید ووایم لکه څنګه چې د کاناډا صدراعظم د بن په کنفرانس کې د افغانستان له ښځو سره ژمنه وکړه چې مونږ به افغانستان یواځې نه پریږدو نو پدې اړه زه ډيره اندیښنه نه لرم ځکه دا چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به څه کیږي دا لا تر اوسه روښانه نه ده، هغه څه چې د افغانستان په اساسي قانون او د افغانستان د پرمختګ په ستراتیژۍ کې هم راغلي او له افغان میرمنو سره د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې چې هغه قانون جوړ شوی هغه هم تصویب شوی او زه ژمنه کوم چې کومه ستونزه به نه وي او بل دا چې افغان میرمنې ډيرې پیاوړي دي نو له دوی سره به کوم ناوړه کار نه کیږي.

پوښتنه:- سره له دې چې تاسو وویل چې په تیرو لسو کلونو د افغان میرمنو په برخه کې ډیر کار شوی خو که بیا هم وکتل شي نو پدې وروستیو کې ډیر شمیر ښځې لکه سحرګل، ګل ناز ، عارفه ستورې او په لسهاوو داسې نورې ښځې وې چې له هغوی سره تاوتریخوالی شوی آیا دا د نړیوالو ټولنو د کار نمونه ده؟

ځواب:- دا مثالونه چې تاسو وویل دا ډیر کم دي سلګونه او زرګونه داسې مثالونه شته او ما مخکې وویل چې د ښځو په وړاندې ستونزې لا هم شته او مونږ د یو سلاکار په توګه د افغانستان له دولت سره په دې اړه کار کوو څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون پلي کړای شي او دا وخت نیسي څو هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي هغوی عدالت ته لاره پیدا کړي او زه د راتلونکې لپاره دا هیله لرم چې افغان میرمنې به ښه راتلونکې ولري، او پدې برخه کې باید افغان دولت ډیر جدي کار وکړي.

پوښتنه:- بالاخره تاسو له افغان دولت سره د دغه تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې کار کوی کنه؟

ځواب:- کاناډا یو له هغو هیوادونو څخه وو چې په ملګرو ملتونو کې یې هغه مسوده رامنځ ته کړه څو د هغې له مخې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له منځه یووړل شي او پدې برخه کې د ملګرو ملتونو نړیوال قانون هم لومړی کاناډا رامنځ ته کړ، نو لکه څنګه چې کاناډا تر دوه زره څوارلسم کاله په خپلو ژمنو ولاړ ده او پدې هکله یو مهم کار دادی چې د ښځو حالت ښه شي نو له دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم کاناډا له افغانستان سره وي.

مونږ باید له هغو کاناډایي ښځو نه الهام واخلو چې یو اتیا کاله پخوا په کاناډا کې وې دوی عادي ښځې وې دوی لومړی آواز اوچت کړ چې آیا ښځې په رایه ورکولو کې حق لري کنه؟ د دوی هغه آواز ډیر فعال شو او داسې وخت راغی چې ښځو په رایه ورکولو کې برخه واخیسته او بالاخره ښځې رهبریت ته ووتلې، او دا دوی د آواز نتیجه وه چې نن په کاناډا کې ښځې په هره برخه کې فعاله برخه لري او دا باید د افغانستان ښځو ته هم یو الهام وي.

پوښتنه:- په پای کې افغان میرمنو ته ستاسو پیغام څه دی؟

ځواب:- زه یو ځل بیا ټولو افغان میرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وایم او هغه ستونزې چې افغان میرمنې ورسره مخ دي زه هغه درک کوم، یو ځل بیا هم مونږ له افغان میرمنو سره مرستې ته ژمن یو او زه پخپله په افغانستان کې د ښځو د حقونو د لاسته راوړنې او د بشر د حقونو په برخه کې ډيره هڅه کوم.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG