د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

میټ رامني د خپلې ډلې په ټاکنیزوسیالیو کې تر نورو مخکې شو


مېټ رامني
مېټ رامني
میټ رامني د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند په کانديدانو کې د سترې سه شنبې د ورځې د انتخاباتو په ترڅ کې تر نورو سيالو کانديدانو مخکې شو او په دې ډول يې دا چانس زيات شو، چې په نومبر کې د خپل ګوند له لورې له بارک اوباما سره د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودريږي.

د دې لپاره چې د سې شنبې په ورځ په ډيرو ايالتونو کې يو ځای انتخابات ترسره کيږي، دې ورځې ته د سترې سې شنبې نوم ورکړل شوی دی.

رامني د اوهايو په مهم ايالت کې لږ څه تر ريک سانټروم رايې ډيرې وګټلې. رامني اته ديرش فيصده او سانټروم اووه ديرش فيصده رايې خپلې کړې دي.

رامني په خپل پلرني ټاټوبي ماساچوسيټس کې هم انتخابات وړې دي او په ويرمونټ، ويريجنيا او اډيهو کې هم وړاندې شوي دي.

په ماساچوسيټس کې يو وخت رامني ګورنر هم و، ده پرون تر رايې ورکولو وروسته خبريالانو ته وويل:

″ موږ د پيسو د ټوليدو يو شمېر موسسې جوړې کړې دي او په انفرادي ډول مو هڅې پيل کړې دي او دا سازمانونه په کار دي، چې تاسو يې تقويه کړئ څو د بارک اوباما پر وړاندې چې په ميلياردونو ډالر به لري ودريږو.

هغه به د جمهوري غوښتونکو کانديد پر ضد ډير مصرف وکړي، خو موږ په غښتلي دريځ کې يوو او پيسې راغونډوو څو د هغه پيغام ته ځواب ووايو.″

سربيره پر دې چې رومني د سې شنبې د ورځې په مهمو انتخاباتو کې بريالی شوی دی، خو ده خپل سيال ″سانټروم″ ته سخته ماتې نه ده ورکړې، هغه د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې په اوکلاهوما، تينيسي او شمالي داکوتا کې بريالي شوي دي.

د جمهوري غوښتونکو دريم مخکښ کانديد نيوت ګينګريچ په خپل ايالت جورجيا کې بريالي شو.


چارواکي وايي چې د روسيې پنځه پوليس افسران وژل شوې او دوه ټپيان شوې دي. دا پيښه هغه وخت وشوه چې يوې ځان وژونکې ښځې د روسيې په ناکراره ولايت جنوبي داغستان کې د پوليسو پر يوه مرکز بريد وکړ.

دا چاودنه سه شنبې ناوخته د کارابوداخ کينت کلي کې وشوه چې د داغستان د مرکز مخاچکلا په جنوب کې په ديرش کيلومترۍ کې پروت دي.

روسي رسنيو وويل چې له تحقيقاتو معلومه شوې ده چې بريد کوونکې په سيمه کې د ياغيانو د يوه مشر کونډه ده. د دې ميرمنې ميړه د رسنيو په وينا په وروستيو کې د امنيتي ځواکونو په بريد کې وژل شوي و.

د کافکازسنټر ډاټ کام په نوم اسلامي ويب پاڼې ويلي دي چې په دې بريد کې نژدې لس تنه پوليس وژل شوې دي. دا خبره رسما نه ده تاييد شوې.

پوليسو په هند کې اعلان وکړ چې يو مشکوک نفر يې د تيرې مياشتې د بريد په ارتباط چې په نوي ډيلې کې د يوه اسراييلي ديپلومات پر موټر وشو، نيولي دي. دغه تورن سيد محمد کاظمي نوميږي او رپوټونه څرګندوي چې دي هندي دي خو د يوې ايرانۍ چاپي خپرونې لپاره يې کار کاوه.

پوليس وايي چې دا تورن به له تحقيقاتو وروسته محکمې ته حاضر کړي.
د فبروري په ديارلسمه په نوي ډيلي کې د چاودنې پر مهال د اسراييلي ديپلومات ميرمن او يو شمير نور ټپيان شول. دا چاودنه په هغه ورځ وشوه چې په ګورجستان کې د يوه اسراييلي ديپلومات په موټر کې ايښودل شوي بم خنثي شو. اسراييل ايران تورن کړي دي چې په دې بريدونو کې لاس لري. د ايران اسلامي جمهوريت دا تورنه رد کړې دي.

د جنوبي کوريا خبرې اژانس يونهاپ رپوټ ورکوي چې د شمالي کوريا استازي ري يونګ هو د سه شنبې په ورځ نيويارک ته ورسيد. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکتوريا نولانډ تيره اونۍ ويلي و چې ري يونګ هو به د يوه پوهنتون په بلنه امريکا ته راشي.
بل لور ته تمه ده چې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير نن د پنځه ورځني سفر په مخه امريکا ته ولاړ شي.

اسوشيتد پريس اژانس د يوې سرچينې په وينا خبر ورکوي چې د امريکا کانګرس غواړي چې د ايران پر ټولو بانکونو بنديز ولګوي.

دغه اژانس د کانګرس د يوه همکار په وينا وايي چې کانګرس به ډير ژر داسې لايحه د اوباما ادارې ته وړاندې کړي چې په هغې کې د ايران پر ګردو بانکونو د بنديزونو د لګيدو غوښتنه شوې وي.

د اوس لپاره د امريکا خزانې وزارت د ايران په تر شلو ډيرو بانکونو بنديزونه لګولي دي چې په دغو کې د ايران مرکزي بانک هم شامل دي.

که دا نوي بنديزونه ولګول شي له دې سره به د ايران يو شمير نور موسسات هم شامل شي چې لاهم په نړۍ کې سوداګرۍ کوي.
په دې بنديزونو کې به د حکومت بهرني مالي موسسات چې په دغو کې به بهرني مرکزي بانکونه چې له ايران سره له تيلو پرته نورې معاملې کوي، هم شاملې شي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشره سورې ته روانه ده څو د سوريې حکومت وهڅوي چې هغو ښارونو ته چې هلته حکومت مخالفه مظاهره کوونکي ځپل کيږي، د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نيسي.

تمه ده چې واليري اموس نن دمشق ته ورسيږي او د جمعې په ورځ بيرته ستنه شي.

نوموړې وويل چې د دې د سفر هدف دا دي چې ټولې خواوې وهڅوي څو د بشري مرستو کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې ټپي شوي خلک د شخړو له سيمو وباسي او مهم شيان هلته ورسوي.

ملګري ملتونه وايي چې په سوريې کې د شخړو له پيله تر اوسه تر اووه زره پنځه سوه ډير کسان وژل شوې دي چې اکثر يې ملکيان دي.
XS
SM
MD
LG