د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

وروستیو پېښو د افغان ځواکونو روزنه له خنډ سره مخ کړې ده


افغان او ناټو پوځيان اوږه په اوږه خپلې دندې پرمخ وړي، خو دا مهال په افغانستان کې د قرآن کریم د نسخو د سوځولو له وجې د راپیدا شوي تاوتریخوالي او شخړو له وجې بهرني مشاورین او روزونکي له پوره احتیاط او څار څخه کار اخلي.

دې کار ژوره اندیښنه رامنځ ته کړې او هغه دا چې بهرنیان غواړي، له افغانستان څخه له وتلو مخکې افغان امنیتي ځواکونه وروزې او دا مهال په دې کار کې ځنډ رامنځ ته کیږي.

بهرني مشاروین په افغانستان کې په خپلو دندو بوخت دي. ځيني یې د جګړو په جبهو کې خدمت کوي، یو شمېر یې د هیواد په مختلفو برخو کې د جیولوجیکې سروې په کارونو بوخت دي؛ تر څو بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګوونې ته وهڅوي او ځيني یې د واورو پاکولو چارې پر مخ وړي تر څو د افغانانو د تګ راتګ لپاره لارې او سړکونه پاک او امن وي.

بهرنی مشاروین دغه راز له افغان حکومت سره له نږدې کار کوي، تر څو حکومت غښتلی شي او د طالب وسله والو د حملو او دفاع توان پیدا کړي.

له کلونو راهیسې په افغان امنیتي ځواکونو کې بې اعتمادي موجوده ده. افغان عسکرو او پولیسو په داسې حال کې چې یونفیورم یې په غاړه و، له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د ناټو او امریکا له ۷۵ زیات پوځيان او سلا کاران وژلي دې.

خو تاوتریخوالی نورهم هغه مهال زیات شو، چې د فبرورۍ په ۲۵ مه د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دوه تنه امریکایي مشاروین ووژل شول. دا هغه ځای دی، چې سخت امنیت په کې نیول شوی دی.

دا دوه تنه امریکایي پوځي مشاروین د هغو شپږو امریکایانو په ډله کې وو، چې په باګرام کې د قرآن کریم د نسخو د سوځولو له وجې په راپورته شویو شخړو کې وژل شوي دي.

جمهور رییس بارک اوباما او نورو امریکایي چارواکو ویلي، دا نسخې په قصدي ډول نه، بلکې په غلطۍ کې سوځیدلې دي.

د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکایي مشاروینو له وژل کیدو څخه څو ساعته ورووسته په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان؛ جنرال جان ایلن د افغانستان له مختلفو وزارتونو څخه امریکایي سلا کاران وایستل او وایي، دا پریکړه یې د پوځيانو د امنیت او ساتنې په مقصد کړې ده.

د امریکا له دې پریکړې وروسته انګلستان، جرمني، فرانسې او کاناډا هم ورته عمل وکړ او د خپلو مشاروینو او روزونکو کارونه یې په ټپه ودرول.

په کابل کې د افغانستان د څیړنېزې شبکې بنسټ ایښودونکی ″مارټین وان بیجلر″ وایي، په بهرنیو مشاروینو باندې دا ډول حملې د اړیکو د خرابیدو سبب کیږي.

د دې کار مخه هم ممکن ونه نیوله شي. ستره پوښتنه دلته ده، چې آیا په داسې یوه حالت کې به کارونه پر مخ لاړ شي؟ د بیجلر په وینا، دا ممکنه ده. دا ستونزه به حل شي، خو د پخوا په څېر حالت ته به ونه رسیږي.

د افغانستان د څيړنې او پالیسو د مرکز مشر هارون میر وایي، د بهرنيو مشاروینو موجودیت او کار ډېر مهم دی، په خاص ډول د امنیت په سکتور کې، دا سمه ده، چې افغان حکومت به د دغو مشاروینو د نه موجودیت په صورت کې هم فعالیت وکړې، خو مالي بار یې ډېر دروند شي.

زیات شمېر پروژې د دغو مشاورینو په موجودیت کې د بهرنیو مرستندویانو له خوا تمولیږي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن وایي، کله چې دوی د بهرنيو مشاورینو او روزونکو د امنیت په اړه ډاډ من شي، زیات شمېر کسان به ژر بیرته خپلو مربوطو وزارتونو او دندو ته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG