د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ډېر ژر به افغان ځواکونو ته د زندانونو د سپارل په اړه یو تړون وشي


د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
افغان چارواکي وایي، چې د افغانستان حکومت ته د امریکا ترولکې لاندې زندانونو د سپارلو په اړه یوه موافقه به ډیرژر ترلاسه شي.

په دې سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د هغه سند د لاسلیک کیدو امکانات زیات شي، چې په اړه یې ویل کیږي، د دواړو لورو ترمنځ خبرې په دې وروستیو کې په ټپه دریدلې دي.

د ستراتیژیکو اړیکو د سند لاسلیک کول امریکا ته اجازه ورکوي، چې د اوږدی مودې لپاره په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي پرون له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل، چې دواړه لوري اوس پرتفاهیم لیک غور کوي او دی هېله من دی، چې ترراتلونکو درې ورځو پوری به یوه موافقه حاصله شي.

رویټرز لیکي، په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک سند به چې واشنګټن او کابل پرې له څه باندې یوه کال راهیسې خبرې پیل کړي، له ۲۰۱۴ کال وروسته چې ټول بهرني عسکر له افغانستانه وځي، په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور لپاره یو قانوني چوکاټ وي.

د افغانستان حکومت له امریکا او ناټو څخه غوښتي، چې که دوی دا ومني، چې د شپې له خوا د افغانانو پرکورونو به نورعملیات نه کوي او واشنګټن د یوه مهال ویش له مخې د زندانونو مسولیت د افغانستان حکومت ته سپاري نو حاضر دی، چې له مریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې، چې په کې ولسمشر کرزي، په کابل کې د امریکا سفیر رایان کراکر او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان برخه اخیستې وه، امریکا افغان چارواکو ته د زندانونو د سپارلو لپاره د یوه شپږمیاشتنی پلان وړاندیز وکړ.

ویل کیږي، چې کرزی متحده ایالاتو ته د زندانونو د سپارلو د پروسې د پیل لپاره د مارچ نهمه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.

یوه افغان چارواکو د خپل نوم نه ښودلو په شرط، دې اژانس ته ویلي، چې د دې امکان شته چې په راتلونکو څو ورځو کې د زندانونو د مسولیتونو د انتقال پروسه پیل شي او تر شپږو میاشتو پورې به بشپړه شي.

ولسمشر کرزي هم پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له امریکا سره د ستراتیژیک شراکت پرسر خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل، کله چې د زندانونو د مسولیتونو د انتقال په برخه کې یوه موافقه حاصله شي؛ نو له هغې وروسته به داوړه لوري هڅه وکړي، چې د شپې له خوا د عملیاتو پرموضوع یوه تفاهم ته ورسیږي.

د بارک اوباما اداره هیله منده ده، چې د می په میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزې د مخه له کابل سره د دغه ستراتیژیک سند په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.

د دغه سند په اړه کابل او واشنګټن تراوسه څو ځلې خبرې کړي، خو تراوسه پورې یې نه یواځې دا چې مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې، بلکې په دې وروستیو کې د دې خطر هم زیات شوی، چې ممکن دغه سند هیڅ لاسلیک نه شي.

د افغانستان د چارو یوشمېر څیړونکي له امریکا سره د اوږدمهاله اړیکو د تړون لاسلیک کول د افغانستان لپاره ډېر مهم بولي.

افغان کارپوه او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پرافغان ولسمشر له یوې خوا د ګاونډیانو لکه ایران او پاکستان فشار دی؛ چې له امریکا سره دغه مهم سند لاسلیک نه کړي، خو له بلې خوا کرزی د خپلو نژدې کړیو تر فشار لاندې هم دی.

ښاغلی بشر په دې نظر دی، که کرزی نن ورځ دغه فرصت له لاسه ورکړي نوبه تاریخي مسولیت د ده پر غاړه وي.

د چاروکتونکي وایي، که د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د سند په اړه خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي؛ نو به د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شي اوهم به ډیر وخت ونیسي، چې افغانستان له بشپړې سولې او امن څخه برخمن شي.
XS
SM
MD
LG