د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

م.م په افغانستان کې خپل ماموریت د یو بل کال لپاره غځوي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون.
د ملګروملتونو عمومي منشي پرون له امنیت شورا څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په ترڅ کې دې د دې هېواد لپاره د دې سازمان ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.

د ملګر وملتونو د اوسني ماموریت اعتبار، چې هرکال تمدیدیږي، د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ پای ته رسیږي.

بان کي مون وویل، ملګري ملتونه به د افغانستان حکومت ته د مسولیتونو د لیږدولو او په دې هېواد کې له روانو پراختیایي پروګرامونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماموریت یا یوناما په چوکاټ کې له ۱۷۰۰ څخه زیات ملکي کارکونکي، چې اکثره یې افغانان د ملګروملتونو د ادارو له لارې له امنیته نیولې د ډموکراتیکو ادارو ترجوړولو پورې په مختلفو برخو کې کار کوي.

بان کي مون د ملګروملتونو پنځلس کسیزې امنیت شورا ته په وړاندې کړي رپوټ کې وویل، چې افغانستان تراوسه پورې د بیارغونې او پراختیا په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ دی، په دې هېواد کې د شخړو دوام او طبعي پیښو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

د طبعي پیښو په اړه د هغه اشاره په دې هېواد کې وروستیو سیلابونو، وچکالي د ژمي سختې یخنۍ او زلزلو ته وه.

بان کي مون وویل، ناټو چې په افغانستان کې تر ټولو زیات امنیتي مسوولیت ورله غاړې دی، په پام کې ده، چې په شیکاګو کې د می د میاشتې په غونډه کې په دې هېواد کې د خپل راتلونکی رول او افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې پرلارو چارو خبرې وکړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي وویل، د افغانستان په یوشمېر سیمو کې چې امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونه په غاړه لري، امنیتي وضعیت ښایي یوڅه ښه شوی، خو په دې سیمو کې له بشري حقونو څخه سرغړونې هم ثبت شوي دي.

هغه وویل، د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره باید د کړنلارې یو واضح سیسټم موجو وي، چې په اساس یې فعالیتونه کنټرول او وڅارل شي او له سرغړونکو سره حساب وشي.
XS
SM
MD
LG