د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د ایران پارلماني ټاکنې


د ایران پارلماني ټاکنې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د ایران د محافظه کاره نظام د پلویانو د ازمویلو په لړ کې داسې ښکاري چې بالاخره د ایران د ټولنې سنتي اړخ بریالی شوی دی. د ایران د پارلمان لپاره د مارچ د دوهمې نېټې د انتخاباتو له لومړنیو نتیجو څخه څرګنده شوې، چې د ایران د مذهبي مشر ایات اله خامنه یي پلویانو د ۲۹۰ کسیز پارلمان ډیرې څوکۍ ګټلي دي. دغه نتیجه به د ولسمشر محمود احمدي نژاد لپاره چې د قدرت پرسرله سترمذهبي مشر سره په مبارزه کې ښکیل و، د ماتې او د خامنه یي د قدرت د لا پیاوړي کیدو په مانا وي. د تیرې جمعې د ورځې د انتخاباتو د رایو شمېرنه روانه ده، خو د پارلمان د ۱۹۰ څوکیو ګټونکې اعلان شوي دي. د ګټونکو په ډله کې څو ښځې او خپلواکه کاندیدان شامل دي، خو اصلاح غوښتونکې په کې نه ښکاري. د اپوزیسیون د شنه غورځنګ ترمشرۍ لاندې اصلاح غوښتونکو دغه انتخابات تحریم کړي و. په تهران او یو شمېر نورو سیمو کې به انتخابات د دوهم ځل لپاره ترسره شي ځکه په دې سیمو کې یو کاندید هم نه دی توانیدلی چې د بریالیتوب لپاره لازمې رایې خپلې کړي. د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار وویل، چې ۶۰ کاندیدان به په دوهم دور انتخاباتو کې له یو بل سره سیالۍ کوي، هغه د انتخاباتو د دوهم دور نیټه اعلان نه کړه.

XS
SM
MD
LG