د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۹

"د جعلي سناتور په اړه دې د کندهار والي معلومات راکړي"


Afghanistan -- The signboard of Afghan Meshrano Jerga (Upper House) in Kabul, 17Feb2011
که څه هم تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې دا جعلي سناتور په کوم ځای کې دې، خو د ده په اړه د کندهار د والي او د مشرانو جرګې په دریځونو کې څرګند توپیر لیدلې کیږي.

مشرانو جرګې غړي وایي، چې د دوې په جرګه کې د محمد اصف سرحدي په نامه نه کوم انتصابي او نه هم انتخابي سناتور موجود دې، خو د جرګې اداري پلاوې وایی، چې د کندهار والي دا کس اوس هم د مشرانو جرګې غړې بولي.

تمه کیدله، چې د کندهار والي بریالې ویسا د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په غونډه کې حاضر او په دې اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووایي، چې داسې ونشول.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د دوې غونډې ته د کندهار د والي نه حاضریدل د قانون خلاف عمل وباله:

"په خواشینۍ سره، چې تر اوسه هم د کندهار والي، چې کوم تماسونه پرون له محلي ارګانونو او د دولت له ادارو سره درلودل ویل یي، چې انجنیر محمد اصف سرحدي د مشرانو جرګې غړې دې.

د ملي شورا په چارو کې د دولت وزارت موږ ته خبر راکړ، چې دې به راتلونکې اونۍ د مشرانو جرګې په غونډه کې برخه واخلي."


له بل لوري د مشرانو جرګې ځینې غړي بیا د کندهار د والي له خوا مشرانو جرګې ته د دغه کس منسوبول د دې جرګې سپکاوې بللې.

دغو سناتورانو له مجلسه وغوښتل، چې دا مسئله دې له حکومت سره مطرح او په جدي توګه تعقیب کړي.

د دې جرګې یو غړي نثار احمد حارث د کندهار د والي د دریځ په اړه خپل غبرګون داسې څرګند کړ:

"زه له مشرانو جرګې غواړم، چې د مشرانو جرګې مقام ته دې یو عمومي سند ور وسپاري او په دې سند کې دې له افغان حکومت نه وغواړي، چې د کندهار د والي د ګوښه کولو لپاره دې جدي اقدام وکړي."

د مشرانو جرګې د ځینو غړو په وینا دغه کس، چې ځان یي سناتور معرفي کړې وو، کندهار ته په خپل وروستي سفر کې له والي، امنیی قومندان، ولسوالانو او یو شمېر بندیانو سره لیدلي وو.

خو د کندهار د والي د دفتر رئیس ډاکټر پرویز نجیب بیا دا راپورونه په کلکه رد کړل او ویي ویل، چې کندهار ته تللي دغه کس د مشرانو جرګې غړیتوب نه درلود او یوازې د موزیم د جوړولو په هدف دغه ولایت ته تللې وو.

ښاغلي نجیب، چې له ازادۍ راډیو سره یي خبرې کولې دا هم وویل، چې محمد اصف سرحدي په کندهار کې یوازې تاریخي سیمو ته تللې وو.
XS
SM
MD
LG