د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۱

مشاهد:د ښځو حقونه په فرهنګي خوځښت ترلاسه کیدای شي


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون وایي، تر هغو، چې د افغان میرمنو وړتیا لوړه نشي او د خپلو حقوقو په اړه ورته عامه پوهای ورنه کړلې شې، له موجوده کړاونو څخه د میرمنو ژغورل به ګران وي.

د دې کمیسیون مشر ډاکټر احمد مشاهد د سې شنبې په ورځ د ښځو نړېوالې ورځې په لمانځ غوڼده کې وویل، که څه هم ښځو ته د حقوقو د ورکړې په اړه ادعاوې کیږي، خو لا هم هغه ډول حقوق نه دي ورکړل شوي، چې په اسلام کې ورکړل شوي دي.

دې وایي، په سیاسي، اقتصادي فرهنګي ټولنیزو او نورو برخو کې ښځو ته د پوره ونډې ورکولو لپاره اړتیا ده، څو د نارینه وو ذهنیت ته بدلون ورکړای شي:

"موږ نه یواځې ښځې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او عدالت د تامین لپاره وهڅوو بلکه، باید یو فعال فرهنګي خوځښت د نارینه وو د ذهنیت د بدلون لپاره هم رامنځ ته کړو.

کله چې ښځې خپل حقوق وغواړي باید زموږ په نارینه وو کې داسې ذهنیت را منځ ته شي څو د ښځو د حقونو ورکړی ته چمتو شي، له بده مرغه دا ستونزه په وروسته پاتې ملکونو او شرقي ټولنه کې ډیر زیات لیدل کیږي."


د ښځو حقوقو ته د درناوې او په ټولنه کې د پوره ونډې ورکولو په اړه داسې مهال تاوده بحثونه روان دي، چې د ښځو د یووالې نړېوالې ورځې د لمانځلو ته دوه ورځې پاتې دي.

ځیني منتقدین وایي، هر کال د ښځو د یووالې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په درشل کې د ښځو د حقونو د ورکړې په اړه د چارواکو او مسولینو له خوا ډیرې ژمنې ورکول کیږي، خو عملي بڼه نه مومي.

د دې ترڅنګ یو شمېر هغه افغان میرمنې، چې د واټونو په سر خیر غواړي او یا هم درانه کارونه کوي، د ښځو د یووالي له نړېوالې ورځې بې خبره دي او وایي، دوي د یوې مړي ډوډی پیدا کولو سرګردانه کړي.

دغه میرمنې په افغان دولت او هغو ادارې چې د ښځو د ملاتړ په هدف جوړې شوي انتقاد کوي او وایي، د افغان میرمنو د وضعیت د ښه والي لپاره یي له نړېوالو ډیرې مرستې تر لاسه کړي، خو د بې وزله افغان میرمنو د ژوند په ښه والي یي نه دی لګولی:

"زه مجبوره یم ګدایې کوم هیڅ څه نه لرم په کور کې داسې څوک نه لرم چې کار راته وکړي او ډوډی راته راوړي زه کور کښینم خلک دې له موږ سره د ډوډې وریجو او غوړو مرسته وکړي، که چېرې ګدایي ونه کړو نو له لوږې به مړه شو.

دا مرستې چې راغلي چا موږ ته نه دي راکړي البته خپله یي اخلي هغه ښځې چې زموږ حق پیسې ورته راځي دوي یي اخلي."


بل:

"زما نوم علم بي بي دی دا ماشوم مې په دې کراچی کې ګرځوم ناروغ دی خیرات غواړم موږ له بدې ورځی ګدایی کوو، که موږ ته اوړه غوړی او وریجی را کړل شی، نو ولی به ګدایی کوو،خو له بده مرغه موږ ته تر اوسه مرسته نه ده را رسیدلی که چیری زموږ اړتیا نه وای نوولی به مو ګدایی کوله خپله ګدایی کول ډیره بده خبر ده او ډیره بدنامی لري."

دغه افغان میرمنې داسې مهال له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي، چې د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ د ښځو د حالت د ښه والي لپاره د ښځو چارو وزارت سره په ګډه نوی پروګرام پیل کړی دی.

د اتصالات شرکت یوتن مسول ډاکټر علي اصغري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي د ښځو چارو وزارت سره د اته لکه امریکایي ډالرو په ارزښت نوی تړون لاس لیک کړي، څو د ښځو د اقتصادي ودې او سوداګرۍ په اسانه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

افغان میرمنو ته ددوی د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقوقو د ورکړې لپاره دا سپارښتنې پداسې حال کې کیږي، چې اوس اوس د علماء شورا پخپله یوه مصوبه کې د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې ځینو محدودیتونو ته اشاره کړې.
XS
SM
MD
LG