د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
چې پکې ښځو ته په ځینو حقوقو د ټینګار ترڅنګ د ښځو په ځینو ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونو ته هم اشاره شوې.

د افغان چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې دوی د ښځو په اړه له هغه څه سره موافق نه دي، چې د علماء د شورا په مصوبه کې ورته اشاره شوې.

د علماء د شورا په مصوبه کې که څه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي غندنه شوې او د هغوی د حقوقو په ورکړې ټینګار شوې، خو د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې ځینو محدودیتونو ته اشاره شوې.

خو که د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونو ته وکتلې شي، نو دې وایی، چې افغان حکومت د اساسي قانون او د خپلو نړیوالو ژمنو پر بنسټ د ښځو حقوقو ته پابند دې.

ښاغلي موسی زي، چې د یکشنبې په ورځ یی خبریالانو سره پدې اړه خبرې کولې د علماء د شورا مصوبې ته په اشارې وویل.

″لکه څرنګه، چې تاسو خبر یاست د افغانستان د علماء شورا حکومت او جمهوري ریاست ته په منظم ډول خپلې مشورې وړاندې کوي.

دویم ټکې، چې غواړم تاسو ته یی ووایم دادې، چې د افغانستان حکومت د بشر د حقوقو او د ښځو د حقوقو په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دی. مونږ د اساسي قانون په رڼا کې په دې نړیواله نړیوالو مسوولیتونو ته هم ژمن یو.″


د افغانستان د علماء شورا پخپله مصوبه کې د ښځو له اجباري ودونو سره مخالفت څرګند شوې او هغه غیر اسلامي عمل بلل شوې او د مهر او میراث د حقوقو په ورکړې یی ټینګار شوې.

په دې مصوبه کې دا هم ویل شوي، چې په بدو کې او د سولې لپاره د ښځو ورکړه شرعا حرام دې او باید د هغې مخنیوې وشي.

خو هغه څه، چې پدې مصوبه کې د ښځو د حقوقو فعالان اندیښمن کړي او د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو په اړه ځینې محدودیتونه دي.

په دې مصوبه کې ښځو ته سپارښتنه شوې، چې په تعلیمي مرکزونو، دفترونو او بازار کې له نا محرمو نارینه و سره باید له اختلاط نه ډډه وشي.

د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقوقو یوې فعالې میرمن شکریه بارکزۍ د علماء د شورا پدې مصوبې تند غبرګون څرګند کړې او ویلي، چې دوی باید په هغو کارونو تمرکز وکړي، چې ورته لازم دي.

″زه فکر کووم، چې د علماء شورا خپله اصلي دنده څنډې ته کړې ده، دوی ته پکار ده، چې خلکو ته سپارښتنه وکړي، چې په ناحقه دې د خلکو وینه نه تویوي، رشوت دې نه اخلي، غلا دې نه کوي، د خلکو په ناموس دې تیرې نه کوي.

دوی باید خلکو ته ووایی، چې د یو مسلمان په توګه خپل اعمال او کړه وړه د قران پاک او د محمد ص له ویناو سره برابر کړي. خو بدبختانه نن د علماء شورا او یا بله هره شورا، چې ده یوازې د سیاسي اسلام خبره کوي.″


د علماء د شورا دا مصوبه په داسې حال کې خپره شوې، چې له دې څو ورځې مخکې د اطلاعات او کلتور وزارت د ټلویزیونونو ښځه کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په پرده د ظاهریدو په مهال اسلامي حجاب رعایت کړي.

دا مصوبه پداسې وخت کې خپره شوې، چې د اتم د مارچ لپاره، چې د ښځو د حقوقو نړیواله ورځ ده تیارې په زور او شور سره روانې دي.

له بل لوري ځینې کتونکي وایی، چې په ښځو دداسې بندیزونو د لږولو یو اساسي هدف د سولې بهیر ته د طالبانو هڅول دي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG