د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

کابل:د پوهنتونونو لپاره د کانکور وروستۍ ازموینه واخیستل شوه


په کانکور ازموینه کې ګډونوال
په کانکور ازموینه کې ګډونوال
اکثره هغه زده کوونکي، چې د لوړو زده کړو لپاره یې د کانکور په ازموینه کې برخه اخستې اندیښنه څرګندوي، که بریالي نه شي، نو بیکاري او اقتصادي کمزورۍ به یې له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان پوهنتونونو ته د کانکور وروستۍ ازموینه د دوشنبې په ورځ په کابل کې واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې شاوخوا اوه زره او پنځه سوو ‍(د د ولسمو ټولګیو فارغانو) ګډون کړی و.

سږکال د کانکورازموینې ته څه کم یولکو پنځوسو زرو داوطلبانو ځانونه ثبت کړي وو، حال دا چې پوهنتونونه د دوی نیمایي برخه هم نه شي جذبولی.

عبدالقدیر نومي یوه زلمي د امتحان له ورکولو وروسته ازادی راډیو ته وویل، که لوړو زده کړوته لار ونه مومي، د هېواد د نورو وزګارو په څیر به له ستونزو سره مخ شي:

″هرکال یولکو شپیته زره تنه له دولسمو ټولګیو فارغیږي، پوهنتونونه یې دېرش یا پنځه دېرش زره جذبوي، په لسګونو زره نور بیکاره پاتې کېږي، دا چې هرکال په لسګونوزره په وزګارو ور زیات شي، په ټولنه ناوړه اغیز غورځولی شي.

باید پوهنتونونه د محصلانو د جذب اندازه پراخه کړي او یا وزګارو ته د کار زمینه برابره کړي.″

د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې، د پوهنتونونو د راتلونکي تعلیمي کال لپاره تراوسه له شاوخوا یولکو پنځوس زرو داوطلبو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د دې وزارت مرستیال محمد عثمان بابري وویل، د پوهنتونونو د کانکور د ازموینې لړۍ د قوس په میاشت کې پیل شوه، چې وروستۍ ازموینه یې د حوت په پنځه لسمه پای ته ورسیده.

ښاغلي بابري وویل، سږکال هڅه شوې، چې د تحصیل د کیفیت د لوړولو ترڅنګ پوهنتونونو ته د تیرکال په نسبت زیات محصلان جذب کړي:

″سږکال پنځه دېرش زره محصلان جذبوي، چې دا د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ د جذب ترټولو لوړه سطحه ده. ښایي پنځوس زره یې د پوهنې وزارت او پنځه زره یې د عامې روغتیا وزارت خپلو موسسو او پروګرامونو ته جذب کړي، په دې حساب کابو نوي زره جذبیدلی شي.″

ښاغلي بابري داهم وویل، سږکال یې د ازموینې چارې په شفافیت پرمخ تللي او نتایج به یې د کمپوټر د پرمختللو پروګرامونه له لارې څرګندې شي.

بل خوا ویل کېږي، چې د هېواد په سطح د روان کال په ازموینه کې د ښخینه وو برخه کم رنګه وه.

په دې هکله د پوهنې وزارت وایي، هڅې یې تیزې کړي، چې په ولایتونو کې خلک وهڅوي، چې د دوی د خویندو او لوڼو له د زده کړو سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG