د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

مرجان: افغان ویبپاڼې د هک کرانو له ګواښ سره مخ دي


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماټي ټکنالوژۍ رییس ایمل مرجان
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماټي ټکنالوژۍ رییس ایمل مرجان
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، چې په دې هیواد کې د ویبپاڼو د هک کولو او یا له غیر قانوني لارې په هغې کې د لاسوهنې خطر جدي دی او په دې وروستیو کې آن ځینو خصوصي بانکونو ته یې لاره موندلې.

دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویبپاڼه په دې وروستیو کې د یوه کس له خوا چې ځان یې په القاعده شبکې پورې تړلی بللي، هک شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماټي ټکنالوژۍ رییس ایمل مرجان وايي، چې افغان ویبپاڼو ته دا رنګه ګواښونه تر ډیره له ګاونډیو هیوادونو څخه پیښیږي، چې دوی یې د مخنیوي لپاره په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

له ښاغلي مرجان سره زموږ همکار احمد زبیر ژمن مرکه کړې، چې نوموړي په سر کې د ملی امنیت د شورا د ویبپاڼې د هک کیدو به اړه معلومات ورکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:33 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG