د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

په عراق کې القاعده ګڼ شمېر پولیس افسران ووژل


په عراق کې د القاعده ګڼ شمېر کسانو د پولیسو د تلاشیو پر پوستو حملې وکړې او ګڼ شمېر پولیس افسران یي ووژل.

وسلوالو د حملو په ترڅ کې دوه لوړ رتبه پولیس افسران وتښتوله.

وسلوالو د عسکرو یونیفارم اغوستی وو، وړاندې له دې چې د دوو پولیسو افسرانو پر کورونو حملې وکړي د عراق د اردو په غلاشوېو موټرانو کې يې پر یوه وخت د حدیثه ښار په ختیځ او لودیځ کې د پولیسو د تلاشیو پر دوو مختلفو پوستو حملې وکړې او ۲۶ پولیس افسران یي ووژل.


د حدیثه ښار د پولیسو د ماموریت یو ویاند جګړن “ طارق سیحه هارډن” د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې په دغو حملو کې دوه لوړ رتبه پولیس افسران وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي او وسلوالو له خپل ځان سره د بندي کولو ساختګي حکم درلود.

نوموړی زیاتوي، د دغو حملو تر شا د القاعده لاس دی، د وسلوالو په موټر کې چې تر شا یي پرې ایښی وو، د القاعده ځيني پاڼې موندل شوي دي.

د پو لیس یو افسر سمون مل “عوید خلف” چې په خپله د اور وژنې په جریان کې فعال وو، اژانس ته وویل چې
وسلوالو د حدیثه ښار په ختیځ او لویدیځ کې د پولیسو پر پوستو تر حملې کولو وروسته ښار ته را داخل شول، په ښار کې نور وسلوال په ملکي موټرنو کې د دوي انتظار کاوو.

د نوموړي په وینا له ۵۰ څخه زیاتو وسلوالو په ټوله ښارکې د پولیسو د تلاشیو پر پوستو بریدونه وکړل.

دا راز حمله کوونکو د سمونوال “محمد شفور” او څارمن “خالد محمد سیلي ”پر کورونو حملې وکړې، دوي دواړه یي وتښتول او د هره یوه درې ساتونکې یې ووژل.

د فرانسې خبري اژانس زیاتوي، فعلاً د “انبر ” په ټوله ښار کې د پولیسو او اردو ځواکونه په تلاشیو بوخت دي او د “انبر ” په ټول ښار کې پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د حدیثه ښار د بغدا په شمال ختیځ ۲۱۰ کېلو متري کې واقع دی.

د دولسو میشاتو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دغه ښار کې د خشونت دومره لویه پیښه رامنځ ته شوه.

پروسږکال په همدې میاشت کې یوه وسلوال په یوه بانک کې خپل ځان والوزوه، د درې پولیسو افسرانو په شمول نهه کسان ووژل شول او نور اته کسان ټپي شول.
XS
SM
MD
LG