د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د فقیرمحمد لرې کیدل به پر تحریک طالبان پاکستان څه اغیز وکړي؟


مولوي فقیر محمد د تحریک طالبان پاکستان مرستیال
مولوي فقیر محمد د تحریک طالبان پاکستان مرستیال
مولوي فقیر محمد، چې د موندو اجنسۍ اوسیدونکی دی، څو ورځې وړاندې د دې غورځنګ د مرکزي شورا له لوري له مرستیالی لرې کړل شو.

طالبان وايي نوموړی بې له کوم دلیله لرې کړل شوی، خو یو شمېر سیاسي کارپورهان بیا د طالبانو د رهبري شورا دې کار ته د شک په نظر ګوري.

وروسته له هغې، چې د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ یا تحریک طالبان پاکستان د خپل مرستیال مولوي فقیر محمد د ګوښه کولو خبر تائيد کړ، طالبانو ته نژدې ځینې کړۍ وايي، چې د دې ډلې د مرکزي شورا د غړیو ترمنځ اختلافات د مولوي فقیرمحمد د لرې کیدو لامل شوي.

یوې باخبره سرچینې، چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري ازادۍ راډیو ته وویل، د حکیم الله محسود او ولي الرحمان په ګډون د طالبانو د مرکزي شورا غړیو، چې ډیری يې د شمالي او جنوبي وزیرستان اوسیدونکي دي د مولوي فقیر محمد کارونو ته د شک په نظر کتل او داسې راپورونه يې ترلاسه کړي وو، چې ګواکې فقیر محمد د پاکستان له دولت سره پټ په پټه خبرې پيل کړي.

په افغانستان کې د پاکستان له پخواني سفير او د اړوندو چارو کارپوه رستم شاه مومند نه مې د دې ډلې د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په باب وپوښتل:

"د دوې ترمنځ اختلافات ډيرعوامل لري، لکه ځينې د ولس له مرستو او همکارۍ نهیلي شوي، دوی وايي چې اوس ورسره خلک هغسې مرسته نه کوي، چې پخوا به ورسره کیده. د جنګيالیو په شمېر کې د ورځ تر بلې کموالي ته په تشويش کې دي، همداشان يې د جنګيالیو شمیر هم کمیږي.

بله خبره دا ده، چې حکیم الله محسود یو نظر لري، ولي الرحمان محسود بل نظر لري، د دوې ترمنځ د فکر او نظر اختلاف موجود دی.

په دې وروستیو کې د وسائلو له سخت کمي سره مخ دي، د اهدافو د په نښه کولو پر سر د اختلاف ښکار دي، په مجموعي ستراتیژۍ سره اختلاف لري، له پاکستاني دولت سره د خبرو اترو پيلولو په باب اختلافات لري او همدا شان د افغانستان له وسله والو طالبانو سره د رابطو او همکاریو په باب د دوې ترمنځ یو څه اختلافات موجود دي، خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي وو، چې د مولوي فقیر محمد او د تحریک د مرکزي مشرتابه ترمنځ اختلافات زیات شوي"


مومند د مولوي فقیر محمد او پاکستاني دولت ترمنځ د خبرو اترو په باب وايي، د ده په نظر فقیر محمد تر اوسه هيڅ داسې خبرې نه دي پيل کړي.

نوموړی د فقیر محمد لرې کیدل پر تحریک طالبان پاکستان چندیانې اغیزناک نه ګڼي، خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه خادم حسین بیا برعکس نظر لري:

"پر تحریک طالبان به د دې کار اثر دا وي، چې له دې وړاندې، چې به د یوې سیمې طالبانو د بلې سیمې له طالبانو سره کومې نظامي او نورې مرستې کولې هغه به په خپل پخواني حالت پاتې نشي او د دې خبرې هم ډیر قوي امکان لیدل کیږي، چې د دې غورځنګ ځینې نورې ډلې هم له مرکزي شورا نه خپلې لارې بیلې کړي او که داسې وشول نو بیابه د تحریک طالبان هغه زور پاتې نشي، کوم چې اوس لیدل کیږي او ښکاره خبره ده، چې په بېلابېلو ډلو او ګروپونو پاشلو سره به ددې ډلې نظامي قوت ډير کمزوری شي."

فقیر محمد به، چې په مومندو او باجوړ کې ګڼ شمېر جنګيالي لري او د وروستیو راپورونو له مخې دا مهال د کونړ او نورستان په لرې پرتو سیمو کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو پرضد جنګیږي د طالبانو د مشرتابه د دې پریکړې په باب څه عکس العمل وښيي؟ خادم حسین په دې باب ازادۍ راډیو ته وویل:

"که فقیر محمد له پاکستاني دولت سره خبرې کول غواړي نو تر هرڅه وړاندې باید خپل زور و ځواک ثابت کړي، ځکه چې له دې وړاندې خو د ده اهمیت په دې کې وو، چې دی د تحریک طالبان مرستیال و خو اوس چې له دې دندې لرې کړل شو نو پخوانی اهمیت یې نه پاتې کیږي.

زما په نظر د دې لپاره چې دی خپل اهمیت وښيي نو ډیر امکان لري، چې په سوات، باجوړ، مومندو او ان په پيښور او شاوخوا سیمو کې به خپل نظامي فعالیتونه ګړندي کړي تر څو وکولای شي په مذاکراتو کې خپلې غوښتنې او شرائط پر دولت ومني."


تحریک طالبان پاکستان، چې له وزیرستانونو نیولې تر کرمې، اورکزو، خیبر، مومندو، باجوړ، سوات او ان د پنجابي طالبانو د بېلا بېلو ډلو مجموعه ده پر ۲۰۰۷ میلادي کال کې وجود ته راغلی.

له پيل راهیسې ددې ډلې مشري د محسودو قبيلې د جنګياليو په لاس کې ده او نه غواړي، چې له دوی پرته بل څوک د مشرۍ ټوپک پر اوږه کړي.

له همدې امله له دې وړاندې هم ددوی ترمنځ یولړ اختلافات رامنځته شوي.

مولوي فقیر محمد، چې ددې ډلې یو مهم غړی بلل کیږي، ښايي ددې تحریک د پاشلو لپاره لار پرانیزي خو د کارپوهانو په باور حکیم الله محسود به د هر داسې کوشش شنډولو وکړي او چاته به د سر پورته کولو وخت ورنکړي.
XS
SM
MD
LG