د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۳

په کندهار کې زموږ په غوښتنه د بلوڅو روزنيز کمپونه وتړل شول


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک
د پاکستان د داخله چارو وزير وايي، د افغانستان حکومت ورسره د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو د هغه کمپ په ختمولو کې مرسته کړې، چې د برهمداغ بګټي په مشرۍ يې د افغانستان په خاوره کې د خپلواک بلوچستان لپاره بلوڅ ځوانان په کې روزل کېدل، چې وايي، اوس په بلوچستان کې د بلوڅو وسله والو په فعاليتونو کې کمي راغلى دى. خو د برهمداغ بګټي ګوند دا بېځايه پروپاګند بللى دى.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ″رحمان ملک″ پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل؛ هغه وخت چې د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يو مشر برهمداغ بګټي په افغانستان کې و، حکومت يې له نړيوالې ټولنې سره خبرې وکړې او په وار وار يې ورته شکايت وکړ، چې برهمداغ بګټي ولې په کابل کې ناست دى او ولې هلته د پاکستان په ضد فعاليتونه کوي؟

″برهمداغ بګټي صاحب چې په کابل کې و، موږ ترې خبر وو، تر پينځه زرو زيات ملاتړي بلوڅان يې هم ورسره په کندهار کې اوسېدل، دوى ته په کندهار کې په درېوو کورونو کې پوځي روزنه ورکول کېدله.

د دغو بلوڅو په اړه مو افغان ولسمشر حامد کرزي ته بشپړ مالومات ورکړي وو، زه يې مننه کوم، چې د دوى هغه کمپونه يې له منځه يووړل او موږ ته يې خبر هم راکړ.″

د پاکستان د داخله چارو وزير رحمان ملک وويل، چې د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو پر فعاليتونه نظر ساتي او د هغوى وسله واله مبارزه يې ټکنۍ کړې ده:

″هر څوک چې د پاکستان په ناکراره کولو او ناامنه کولو کې مستقيم يا غيرمستقيم لاس لري، هغوى دومره ژر له خپل دې کاره لاس نه اخلي، خو تاسې ته باور درکوم، چې د پاکستان استخبارات، پوځ، حکومت او نورې امنيتي ادارې د دوى پر فعاليتونو نظر ساتي او ويده نه يو.″

خو خپله د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو مشر برهمداغ بګټي تل رسنيو ته په وينا کې ويلي؛ چې دى په افغانستان کې نه وو او د پاکستان دا ادعاوې بېځايه دي.

برهمداغ بګټي له سويس هېواده په کوټه کې ټليفوني خبري کنفرانس ته په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د بلوچستان په اکثرو بلوڅي سیمو کې اوس د دوى بشپړ ملاتړ کېږي او د خپلواک بلوچستان لپاره يې فعاليتونه تر پخوا زيات شوي دي.

په کوټه کې د برهمداغ بګټي په مشرۍ د بلوچ ريپبلکن ګوند يو مشر ″ډاکټر حکيم لهړي″ د رحمن ملک خبرې بېځايه بولي او وايي، چې په داسې پروپاګند سره د بلوچستان ستونځې نه هوارېږي:

″ دوی هسې درواغ وايي، په دې درواغو د بلوڅو ستونځې نه ختمېږي، زه وايم که زموږ خلک افغانستان تللي هم وي، افغانستان زموږ خپل وطن دى، خپل وطن ته تللي دي، د روزنيزو کمپونو خبرې خو دوى تل کوي، د پاکستان استخبارات او داخله وزير تل دا تورونه لګوي، خو يو قوم چې مبارزه کوي هغه نه کمزورې کېږي، موږ ډېره لويه مځکه لرو د هغې پر سر مو جګړه ده، دوى هيڅ نه شي کولاى.″

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت له تېرو لسو کلونو په پاکستان کې د افغانستان د حکومت او بهرنيو ځواکونو په ضد فعاليت کوونکيو وسله والو طالبانو د روزنې د کمپونو او د پاکستان په خاوره کې د دوى د مشرانو او د هغوی د شوراګانو په اړه شکایتونه کړي. خو وايي، پاکستان يې نه يواځې غوښتنو ته جدي توجه نه ده کړې، بلکې تل يې په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو د پناه ځايونو او روزنيز کمپونو له شتونه انکار کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د داخله چارو وزير ″رحمن ملک″ د تېرې فبرورۍ پر درويشتمه نېټه اعلان وکړ؛ چې په پاکستان کې به د مرورو جلاوطنه بلوڅ مشرانو په خلاف ټولې دوسيې ختمې کړي او پاکستان ته په راتلو به يې هرکلى وکړي، خو جلاوطنه بلوڅ مشران وايي، دوى اوس د پاکستان پر ټولو ادارو هر ډول باور بايللى دى.

راپور: بارکوال مياخېل - پاکستان
XS
SM
MD
LG