د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د پکتیا په ځینو سیمو کې پر رغنیزو چارو چارواکي نه خبریږي


د پکتيا ولايت لوړ پوړي حکومتي چارواکي وايي، چې د ډېری بهرنيو انجيوګانو له خوا لا هم د دې ولايت په مختلفو سيمو کې د دولتي ادارو له خبرولو او همغږۍ پرته رغنيزې او نورې پرمختيايي پروژې عملي کېږي او د مسوولو ادارو د نه خبرولو له امله ده چې ډېری عملې شوې پروژې ټيټ کيفيت لري او هغومره چې په کار دي، د خلکو لپاره ګټورې نه دي.

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې په جنوب ختيځ زون کې د بهرنيو چارو رياست په نوښت د ادارو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ تر سرليک لاندې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې چې د جنوب ختيز زون په کچه د بهرنيو چارو رياست لخوا جوړه شوې وه، د پکتيا حکومتي چارواکو او د زيات شمېر بهرنيو مرستندويه ادارو استازو ګډون کړی و او پر ډېرو موضوعاتو خبرې وشوې، خو په غونډه کې تر ټولو مرکزي خبره دا وه چې لا هم ځينې مرستندويان شته چې د ولايتي ادارې سره د پروژو د عملي کولو په اړه مشورې او همغږي نه کوي.

په جنوب ختيځ زون کې د بهرنيو چارو رييس عبدالغفار صديقي په خپله وينا کې وويل: د دې غونډې موخه دا ده چې د دوی د رياست په منځګړيتوب د بهرنيو ادارو، انجيوګانو او ځايي حکومتي ادارې او خلکو تر منځ همغږي رامنځته او همکاري زياته کړي:

((په جنوب ختيځ زون کې موږ يوازې د امريکا سفارت يو استازی لرو، نورې سياسي نمايندګۍ او قونسلګرۍ نه لرو، نو زموږ مسووليتونه دا دي چې د دولتي ارګانونو او غير دولتي ارګانونو تر منځ ښه همغږي رامنځته کړو.))

خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي ډاکټر الله مير ځاځي په غونډه کې پر بهرنيو مرستندويانو انتقاد وکړ، چې ډېری پروژې يې په خپل سره عملي کړېدي، ولې له خلکو، ولايتي شورا او يا حکومت سره يې همغږي نده کړې.

هغه دا هم وويل، چې نړېوال مرستندويان او حکومت دواړه بايد د رغنيزو پروژو د کيفيت مسله جدي ونيسي ، د پرمختيآيي پروژو په تطبيق کې دې توازن رامنځته کړي؛ نه داسې چې هر څه تر مرکزه رامحدود وي.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد بيا د بهرنيو موسساتو څخه مننه وکړه، خو د خپلسرو پروژو په تړاو يې د بهرنيو انجيوګانو پر ځآی خپل ولسوالان او مامورين ګرم وګڼل او زياته يې کړه چې که بهرنۍ مرستندويه ادارې خپلسري کارونه کوي هغه د هغوی تېروتنه ده، خو دا يې د خپلو مامورانو لويه تېروتنه او ستونځه وګڼله چې خپلسرې خو بې کيفيته پروژې تصديقوي.

هغه په دغو پروژو او د پروژو په ټيټ کيفيت کې خپل ولسوالان او سيمه اييز مامورين هم په فساد او لاس لرلو تورن کړل،همدرد زياته کړه:

(( زه له مرستندويانو مننه کوم، ولې دا مشکلات زمونږ په ادارو پورې اړه لري. هغه ځکه چې زموږ ولسوالان، رييسان، ماموران او نور په دې کار کې ګرم دي.

ځکه که يوه موسسه په خپل سر کار کوي، نو دې مسوولينو ته وايم، چې ولې داسې پروژو ته د کار اجازه ورکوئ؟ يا يې ولې مخه نه نيسې؟ اجازه خو دې ورکړې، خو ولې ورته تصديق او لاسليک کوئ، دا خو معلومه ده چې ته ورسره شريک يې. لطفاً له شراکت نه لاس واخلئ. غوښتنه مې دا ده چې داسې خپلسرو کارونو ته مه اجازه ورکوئ، مه افتتاح ته ورځئ او مه يې ورته تصديقوئ.))

دا نيوکې په داسې مهال د بيا ځل لپاره راپورته کېږي، چې پوره يو کال وړاندې هم د پکتيا اقتصاد رياست او ولايتي شورا د انجيوګانو د خپلسرو کارونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او هماغه مهال يې هم ويلي و چې مخه به يې ونيسي، خو دا دی له دوولس مياشتو ځنډ وروسته هم نه هغه اندېښنې له منځه تللې او نه پرې د پي ار ټي په ګډون نورو مرستندويانو غوږ ګرولی.

د پکتيا د اقتصاد رياست د چارواکو په وينا، په دې ولايت كې ډېرې داسې نا دولتي موسسې او بنسټونه شته چې د اقتصاد وزارت د طرزالعمل خلاف خپلې پروژې عملي کوي او دغه پروژې د هغه پينځه کلن پلان سره په ټکر کې دي چې د يوناما په همکاري د دې ولايت د سکتوري رياستونو په هڅو جوړ شوی.

راپور – لمر نيازی
XS
SM
MD
LG