د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

"د ځینو کاندیدو وزیرانو د خبرو او عمل ترمنځ فاصله شته"


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره دغې جرګې ته ځینې کاندید وزیران تش د کمپاین په هدف داسې پروګرامونه وړاندې کوي چې بیا یې عملي کولای نشي.

د ولسي جرګې یوه غړی غلام محی الدین مهدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې کاندیدو وزیرانو د کاغذ له مخې په زړه پورې پروګرامونه وړاندې کړل، خو د خبرې او عمل ترمنځ یې فاصله ډیره ښکاري:

"قدرمنو کاندیدو وزیرانو چې څه د کاغذ پرمخ راوړي وو او ویې لوستل، ډیر په زړه پورې و، خو هغه حالت ته په پام سره چې زموږ په هېواد او ادارو واکمن دی، د دې رنګینو خبرو او عمل ترمنځ ډیره فاصله موجوده ده.

زما د خبرې ثبوت د ۱۳۸۹ کال بودیجه ده، چې زیاتره وزیران په ځانګړي توګه سکتوري وزیران چې نن یې هم څو تنو حضور درلود، نه دي توانیدلي خپله بودیجه شاوخوا څلویښت فیصده ولګوي."


ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ ولسي جرګه نهو کاندید وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو لپاره صندقونه کیږي.

خو تر دې مخکې ولسي جرګې ته د دغو کاندیدو وزیرانو له خوا د خپلو پلانونو د تشریح کولو لړۍ روانه ده.

د یکشنبې په ورځ چې په همدې هدف څلور کاندید وزیرانو ولسي جرګې ته حاضر شوي و، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته کاندید داود علي نجفي د خپلو پروګرامونو په لړ کې دا ژمنه هم وکړه، چې د هېواد مهم هوايي ډګرونه به په نړېوالو معیارونو برابروي:

"په لومړۍ درجه او یا هم نړېواله سطحه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو جوړول او پراخول.

دغه میدانونه باید نړېوال معیار ته اوچت شي او د کنترول، هوايي ترافیک او هوا پیژندنې په تر ټولو نویو وسایلو او دستګاو سنبال شي تر څو د نړۍ د پرمختللو ډګرونو په کتار کې راشي. "


همداراز د اوبو او انرژۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د ښځو چارو زارتونو ته کاندیدو وزیرانو محمد اسمعیل، امیرزی سنګین او ثریا دلیل هم خپل راتلونکې پروګرامونه وړاندې کړل.

ځینې وکیلان په دې باور دي چې که څه هم یو شمیر وزیران د کمپاین لپاره ځینې ژمنۍ کوي خو که نړیوال ورسره مرسته وکړي د یو شمیر پروګرامونو د عملي کیدو تمه یې هم کیدای شي.

له هغه ځایه چې په نهو کاندیدو وزیرانو کې یې اکثره د تیرو څو کلونو راهیسې یا د وزیر او یا هم د سرپرست وزیر په توګه کار کړی،نو د هغوی له خوا د پروګرامونو تشریح کول به د ولسي جرګې اکثرو غړو ته کومه نوې خبره ونه لري.

خو داسې ښکاري چې له ولسي جرګې نه د رایې اخیستل به له کاري پروګرامونو پرته تر ډیره په هغو منډو ترړو پورې هم تړلي وي چې کاندید وزیران یې په شخصي او غیر رسمي توګه کوي.
XS
SM
MD
LG