د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

"د اوبو اوانرژۍ وزارت ۴۲سلنه پراختیايي بودیجه لګولې"


Afghanistan - Electricity supply networks in Afghanistan
Afghanistan - Electricity supply networks in Afghanistan
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د اوبو او انرژۍ وزارت ته زیاته بودیجه ورکول شوې ده ترڅو د یوه سکتوري وزارت په توګه ډیرې پروژې پلې کړي.

د مالیې وزارت وایي، د اوبو او انرژۍ وزارت په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې څه باندې دولس میلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه درلوده، چې تر اوسه یې دوه څلویښت فیصده لګولې ده.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس یې په اړه وایي:

"د اوبو او انرژۍ وزارت سږ کال دولس اعشاریه پنځه میلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه درلوده، چې د ۱۳۹۰ کال د کب میاشتې تر شپږمې پورې یې دوه څلویښت فیصده لګولې ده."

موږ غوښتل د اوبو او انرژۍ وزارت له سږنیو پراختیایي پروژو څخه هم خبر شو چې له دغو پروژوڅخه یې څومره پلې شوي او څومره یې پاتې دي، خو له پرله پسې هڅو سره سره د دغه وزارت چارواکي خبرې کولو ته حاضر نه شول.

په همدې وخت کې یوه افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري خپلو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې له رسنیو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد د سکتوري وزارتونو له ډلې څخه دی او باید چې ډیر پراختیايي کارونه وکړي.

خو د اوبو او انرژۍ د برخې یو شمیر متخصصین وایي چې د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو په پلي کیدو کې بریالی نه دی.

انجینر محمد کاظم همایون په دې اړه وایي:

"په دې وروستیو څو کلونو کې داوبو او انرژۍ وزارت په خپلوکارونو کې چندان بریالی نه وو.

زه به د اوبواوبریښنا څو بندونو ته اشاره وکړم، مثلا د شکر درې بند،وزارت ددې بند قرارداد له ایرانیانو سره وکړ،وزارت ددې پرځای چې د نقشې له مخې کاروکړي د بودیجې د لوړوالي په فکر کې شو.

خو تر اوسه نه دی توانیدلې چې دهمدغه بند بودیجه هم مصرف کړي.

یا هم د باغدرې بند، چې له یوه کال راهیسې یې کار ځنډیدلی، خو د نړیوال بانک له خوا ورته پیسې انتقال شوي."


د کابل او ځینو نورو ولایتونو اوسیدونکي هم د اوبو او انرژۍ وزارت له فعالیتونو خوښ نه دي او د بریښنا له پرچاوې څخه سرټکوي.

ډیری عام وګړي شکایت کوي چې په هیواد کې د اوبو سرشاره سیندونه لري خو د اوبو او انرژۍ وزارت ورڅخه د ګټې اخیستنې امکانات نه دي برابر کړي:

"۱ زه زمریالی مکرویانو کهنه کې اوسیږم،برقونه هم داسې برقونه نه دي ،لس دقیقې یې بیا ولاړ شي دوه ورځې بیا نه یي بیا راپیدا شي.

۲ ذاکر شیخ یمه ،ټول هیواد ته معلومه ده چې کونړیویاغي سیند لري چې پریمانه اوبه لري،خومونږ له زیان نه پرته ګټه ترینه وانه خیسته،زیان یې دادې چې هرکال زموږ ځمکې اوباغونه له ځانه سره وړي،کله کله انسانان هم له ځآنه سره وړي.

د افغانستان له پارلمان څخه غواړم چې اسماعیل خان ته رایه ورنه کړي ځکه هغه په دې تیرو لسو کلونو کې هیڅ خدمت ونه کړ؟

۳ زما نوم حکمت الله ده،د قلعه زمانخان اوسیدونکی یم،دلته دبرق مشکلات بیخي زیات دي."


هڅه مو وکړه ددغو انتقادونو په وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره خبرې وکړو خو له پرله پسې هڅو سره سره هغوی خبرې کولو ته حاضر نه شول.

خو د اوبو او انرژۍ د برخې ځینې نور کارپوهان بیا وایي چې د هیواد په کچه نا امني او د بودیجې په منظوریدو کې ځنډ اساسي لاملونه دي چې له مخې یې د اوبو او انرژۍ وزارت خپله پراختیایي بودیجه کمه مصرف کړې.

انجینر محمد طاوس میر ازادۍ راډیو ته وویل:

"د بودیجې مصرفو څو اړخونه لري،یو خو دامنیت مسله ده او بل په خپل وخت او زمان باید سکتوري وزارت بودیجه ترلاسه کړي.

دغه مسایل په بودیجې ناوړه اغیزه کوي او همدا ده چې په وخت اوزمان نه مصرفیږي او پروژه نه تکمیلیږي."


په داسې حال کې چې د روان ۱۳۹۰ هجري لمریزکال وروستۍ میاشت ده خو د مالیې وزارت د راپور له مخې داوبو او انرژۍ وزارت تراوسه خپله نیمه بودیجه هم نه ده مصرف کړې.

د راپورونو له مخې له دې سربیره ځینې نور وزارتونه هم شته چې سږکال یې کافي پراختیایي بودیجه نه ده لګولې.

په دې وروستیو کې ولسی جرګې هم هغه ۱۷ وزیران استجواب کړل چې په ۱۳۸۹ کال کې یې کمه پراختیایي بودیجه لګولې وه.

استجواب شویو وزیرانو ولسي جرګې ته د پراختیایي بودیجې په مصرف کې ترټولو لوی خنډ په هیواد کې روانه نا امني ښووله.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG