د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۲

"د ستراتیژیکي اړیکو په مخکې خنډ فکري توپیر دی"


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم خپل زیاتره بحثونه د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په وړاندې پرتو ستونزو او په دې برخه کې پر ولسمشر کرزي موجودو فشارونو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند په لاندې یوه مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کولو په وړاندې یو اساسي خنډ د دواړو هیوادونو د چارواکو او ولسونو ترمنځ فکري توپیر دی.

ورځپاڼه لیکي، افغان که څه هم د خپل تاریخ په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او هر څه یی له لاسه ورکړي، خو بیا هم یو غرور لري، حال دا، چې امریکایان بیا بل نظر لري او د هر څه په وړاندې زور او زر اساسي معیار بولي.

ورځپاڼې لیکلي له امریکا سره د ستراتیژیکو او له نړۍ سره د ښو اړیکو په مخکې تر ټولو ستر خنډ همدغه فکري توپیر دې.

ورځپاڼې دا باور څرګند کړې، تر هغو، چې دا مسئله حل نشي د زور او فشار له لارې ژمنې او تړونونه کومه معنې نلري.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا او افغانستان ترمنځ شتو ستونزو ته په اشارې لیکلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون له ګواښ سره مخامخ دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر چمتو ندې، چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو په ولکه کې د زندانونو او د شپې د چاپو پر سر له امریکایی لوري سره جوړ جاړې وکړي.

دې ورځپاڼې هم هغو فشارونو ته اشاره کړې، چې له شیکاګو سرمشریزې مخکې د ستراتیژیک سند د لاسلیک لپاره په ولسمشر کرزي موجود دې، خو ورځپاڼې د یو بل افغان چارواکي په حواله لیکلي، که امریکا ددوی شرطونه و نه مني، له شیکاګو مخکې ددې تړون لاسلیکول امکان نلري.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي، ترهغو، چې امریکا د دودیزې لویی جرګې سپارښتنې و نه مني له امریکا سره به ستراتیژیک سند لاسلیک نشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي فیضي دا منلې، چې ولسمشر کرزې پدې اړه د ځینو فشارونو لاندې دې، خو زیاته کړې، چې ښاغلې کرزې به دې فشارونو ته غاړه کینږدي او ملي ګټو ته به لومړیتوب ورکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه د دودیزې لویی جرګې د سپارښتنو ننګه کړې او لیکلي، چې دا تړون به د همدغو شرایطو په رڼا کې لاسلیکیږي.

ورځپاڼې که څه هم د افغانستان لپاره ستراتیژیکې ملګرتیاوې خورا مهمې بللې او لیکلي، چې دا به د افغانانو په ژوند کې مهم مثبت بدلونونه راولي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا پدې اړه د افغانستان د علماء د شورا غوښتنه هم راخستې او لیکلي، چې په افغانستان کې دې ټول بهرني جیلونه وتړلې شي او د شپې عملیات، چې پکې تر ډیره بې ګناه خلک په نښه کیږي ودرولې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا مسئله له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د سند په وړاندې یو اساسي خنډ دې او پکار دي، چې هغه له منځه یوړلې شي.
XS
SM
MD
LG