د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

افتاب خان شیرپاوه له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی


د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر افتاب خان شیرپاو
د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر افتاب خان شیرپاو
یوه انتحاري حمله کونکې د شنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر افتاب خان شیرپاو په موټر حمله وکړه، چې د هغه یو ساتونکی په کې وژل شوی دی او یو بل زخمی دی. په دې حمله کې درې تنه نور وژل شوي دي.

ښاغلي شیرپاو د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د حکومت پر مهال د وسله والو طالبانو په ضد د عملیاتو څارنه کوله.

پر ده د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د چهارصدې په سیمه کې حمله وشوه خو دی روغ ځينې ووتلی دی.


د پولیسو یوه مامور سید خان ویلي، چې افتاب خان شیرپاو په چهارصده کې یوې سیاسي غونډې ته وینا کړې وه چې ناڅاپي یوه ځوان سړي سیمې ته را ودانګل او ځان یې د ښاغلي شیرپاو د موټر څنګ ته والوزاوه.

د ښاغلي شیرپاو زوی سکندر شیرپاو د دې حملې په اړه مشال راډيو ته وویل، چې حمله د ده پر پلار شوې وه خو دوي یې سملاسي عاملین نه شي پيژندلای.

د تحریک طالبان پاکستان یوې تړلې ډلې د دې حملې مسولیت اخیستی دی. وسله والو طالبانو تردې مخکې هم د پاکستان د کورنیو چارو پر پخواني وزیر ناکامې حملې کړې وې چې لس هاوو پلویان یې په کې وژل شوی دی.

په ۲۰۰۷ کال کې یوه انتحاري حمله کونکی د شیرپاو د ګوند پر یوه لاریون حمله وکړه، چې ۲۸ تنه په کې ووژل شول.

د همدې کال په ډيسیمبر کې یوه انتحاري حمله کونکې د افتاب خان شیرپاو د وژلو په هدف په یوه مسجد کې حمله وکړه، چې لږ تر لږه ۵۰ لمونځ کونکې په کې ووژل شول.

وسله والې ډلو په سیمه کې پر خپلو اهدافو حملو ته دوام ورکړی دی او لږترلږه پينځه تنه د دوشنبې په ورځ ووژل شول. پيښه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې په موټر سایکل یوه تن سپاره سړي د عوامي نشنل ګوند یوه لاریون ته نږدې ځان والوزاوه.
XS
SM
MD
LG