د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د القاعده غړي په زندان کې بندیانو ته د افراطیت زده کړې ورکوي


د څرخي پله د زندان چارواکي وایي، هغه کسان چې نور بندیان یې ورانکاره او ځان وژونکو حملو ته هڅول، پیژندلي او له نورو بندیانو څخه یې د جلا کولو پلان نیولې دي.

د څرخي پله د زندان مشر جنرال خان محمد خان وایي، دغه کسان چې غوښتل یې په شعوري توګه نور بندیان د ځانمرګو بریدونو، د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د ورانکاره فعالیتونو لپاره وهڅوي، د طالبانو او حقاني شبکی یوشمیر مهم کسان دي.

ښاغلي خان محمد وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د څرخي پله په زندان کې د طالب او حقانې مشرانو له خوا د ترهګریزو فعالیتونو د زده کړي پلان د پاکستان د استخباراتي کړیو لخوا طرح شوي دي.

″ له محبس د پاکستان مدرسه جوړه شوې وه، یعنې هغه مظامین یا کتابونه چې د پاکستان په حقانیه مدرسه کې، یا د اکوړه خټک په مدرسه کې تدرسېدل، دلته یې هم خلک اړ ایستل چې ځانونه ځانمرګي ته چمتو کړي.″

د خان په وینا دوی د دې بندیانو له پلان څخه خبر شوي، او یوشمېر هغه بندیان چې دا ډول زده کړې یې ورکولې پیژندل شوي او د نورو د پيژندلو په هڅه کې دي.

د نوموړي په وینا که څه هم دوی دا بندیان اوسمهال سره جلا کړي خو وایي، چې د پوره امکاناتو د نشتون له امله یې پروګرام ورو روان دي.

خان محمد وايي، دوې پلان لري، چې په زندان کې د افراطیت درسونه بند او پرځای یې د بندیانو لپاره نورو روزنیز او حرفوي پروګرامونه پیل کړي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، چې په زندان کې د دارنګه ستونزو یو علت د لویو او وړو مجرمانو ګډ ساتل بولي.

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وایي.

″په دې اړوند کوم ښکاره شواهد نه لرو، خو البته دا زندانونو د ادارې کار دی، چې باید د بندیانو لپاره بېلابېلې کټګورۍ ولري. یوه نیوکه چې زموږ پخوا وه، هغه دا وه چې دوی به زندانیان ټول په ګډ ساتل، زه دا خبره نه تاید کولای شم او نه هم رد کولای شم، ممکن وي به.″

اوسمهال د څرخي پله په زندان کې له اوو زرو څخه زیات کسان په بیلا بیلو جرمونو بندیان دي.

خو پخوا تر دې د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي وو، چې په دې زندان کې بندیانو ته د سالمې روزنې پروګرامونه نشته او نه هم ورته د سپورټ، روغتیا او پوهنې په برخه کې هغه اسانتیاوې برابرې شوي، چې د هغوی حق جوړیږي او د زندانیانو په سالمې روزنې کې مهم رول لوبولی شي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG